د جمو د شهدانو قربانۍ د دوي د هغه عزم يادګېرنه ده چې صداقت د پښو لاندې كېدے نشي۔ سينيټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي نن مونږ د جمو ھغه شهيدانو ته ېپرزوئنې وړاندې كوٶ كوم چې په اکتوبر او نومبر كال 1947 كښې د ډوګره پوځ او د آر اېس اېس د نظريے انتها پسند ډلو د ظلم او بربريت د لارې شهيدان كړي ۔ د زيارت په ورځ د جمو شهيدانو ورځ په موقع …

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي نن مونږ د جمو ھغه شهيدانو ته ېپرزوئنې وړاندې كوٶ كوم چې په اکتوبر او نومبر كال 1947 كښې د ډوګره پوځ او د آر اېس اېس د نظريے انتها پسند ډلو د ظلم او بربريت د لارې شهيدان كړي ۔ د زيارت په ورځ د جمو شهيدانو ورځ په موقع خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل دا پېښه د سوئيلي اسياء په تاريخ كښې په بدتره بشري الميو كښې شمېرلې كېږي٬ نړۍ د امريکې نائن اليون او نازي ظلمونو ته خو بشپړه پام لرنه كړې خو د كشميريانو دا قتل عام هېر كړے شوے٬ چرته چې په دوو مياشتو كښې د دوه لكه 60 زره نه زيات بې ګناه كشميريان شهيدان شوي وو ٬ ده ووئېل مؤرخينو دا د شلمې پېړۍ تاريك باب ګرځولے دے خو افسوس نړۍ نن هم د كشميريانو غم او قربانۍ نظرانداز كوي۔ ده ووئيل دا يوه حادثاتي پېښه نه وه بلكې په رياستي سرپرستۍ كښئ كېدونكې يو منظم كمپائن ٶ چې مقصد يې د جمو او كشمير آبادياتي ډھانچه بدلول وو۔ وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل پاکستان د کشميريانو د آزادۍ سپېځلو هلو ځلو سره لكه د غره ولاړ دے٬ پاکستان کشميريانو سره ولاړ ٶ٬ دے او تل بي ولاړ وي۔