وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده قومي موومنټ کنوينر ډاکټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې 7 كسيز پلاوي وليدل

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده قومي موومنټ کنوينر ډاکټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې 7 كسيز پلاوي ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د اېم كيو اېم پلاوي كښې د خالد مقبول صديقي نه علاوه د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري، د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال، د قامي اسمبلۍ غړي …

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده قومي موومنټ کنوينر ډاکټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې 7 كسيز پلاوي ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د اېم كيو اېم پلاوي كښې د خالد مقبول صديقي نه علاوه د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري، د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال، د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر فاروق ستار، جاوېد حنيف خان، سيد امين الحق او خواجه اظهار الحسن شامل وو۔ په ملاقات كښې په مجوزه 27م آئيني بدلون خبرې او مشاورت وشو۔ د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، سردار اياز صادق، محمد آصف، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، عطاء تارړ، طارق فضل چوهدري او رانا ثناء الله هم موجود وو۔