اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د اسلامي جمهوريه ايران مجلس شوریٰ سپيكر محمد باقر قاليباف په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي سره د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو٬پارليماني مرستې او سيمه ايز صورتحال او اقتصادي روابط په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ايران مجلس شوریٰ سپيكر په مشرۍ كښې د پارليماني پلاوي ملاقات
اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د اسلامي جمهوريه ايران مجلس شوریٰ سپيكر محمد باقر قاليباف په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي سره د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو٬پارليماني مرستې او سيمه ايز صورتحال او اقتصادي روابط په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ايران سپيكر او د هغه پلاوي ته پاكستان ته په راتګ هركلے اووې۔ده ووئيل پاكستان او د ايران اړيكې مذهب٬كلتور او د ورورولۍ په خپلولۍ تړلې دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د دې عزم پخلے وكړو چې ټول قام٬پارليمان او د پاكستان حكومت د ايران سره ولاړ دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د ايران او پاسكتان شريكې اړيكې لا مستحكم كولې شوو او پارليماني سفارتكاري په دې لړ كښې ځانګړې كردار ادا كولې شي۔ده د ايران اولس او حكومت ته د اسرائيل بريد په ناكامه كولو مباركي وركړه او وې وئېل د پاكستان پارليمان وړومبے پارليمان ؤ چا چې په ښه ډول په ايران د اسرائيلي جارحيت غندنه كړې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ايران پارليمان لخوا د “پاكستان زنده باد”نعرې د ورورولۍ او مينې علامت ګرځولو سره د ايران پارليماني غړو جذبه وستائېله۔د ايران سپيكر محمد باقر قاليباف د ملاقات په مهال ووئيل د پاكستان په خاوره په قدم اېښودلو ډېره خوشحاله شوے يم ۔هغه د اسرائيلي جارحيت په مهال د ايران غېر مشروط ملاتړ په اړه د پاكستان اولس٬پارليمان او حكومت د زړه نه مننه وكړه۔هغه ووئيل پاكستان ثابته كړی چې د سخت وخت ملګرے حقيقي دوست وي۔د ايران سپيكر ووئيل د اسرائيلي جارحيت په مقابله كښې د پاكستان حقيقي ملاتړ د دواړو هېوادونو د اړيكو عكاس دے۔ده ووئيل پارليماني مرسته ايران او پاكستان نور هم رانزدې كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔هغه ووئيل ايران د پاكستان سره اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري او ايران د پاكستان لخوا په ټول نړيوال فورمز د ملاتړ د زړه نه مننه كوي۔په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وشو جې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني پلاوي شريكې تبادلې به باور سازۍ او د دوه اړخيزه اړيكو استحكام كښې مهم كردار ادا كوي۔دواړو لارښودو په منطقه كښې د امن٬پرمختګ او د اولس خوشحالۍ لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګند كړو ۔په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړے او كنوينئر ايران پاكستان پارليماني دوستۍ ګروپ سيد نويد قمر هم موجود ؤ












