د پاكستان رېلوے به ډېر زر د ڼړۍ غوره رېلوے جوړ كړو٬ په رېلوے كښې په اته مياشتو كښې رېكارډ كار شوے ٬ د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي

فيصل آباد05 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئېلي دي رېلوے له په تندۍ سره جديد اسانۍ وركولې شي ٬ د پاكستان رېلوے به ډېر زر د نړۍ غوره رېلوے جوړ كړو٬ په رېلوے كښې په اته مياشتو كښې رېكارډ كار شوے دے ٬ د رېلوے مسافرو له په پنډۍ ٬ لاهور بشمول څلورو ښارونو كښې د وائي فائي سهولت وركوو او د دې دائره به …

فيصل آباد05 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئېلي دي رېلوے له په تندۍ سره جديد اسانۍ وركولې شي ٬ د پاكستان رېلوے به ډېر زر د نړۍ غوره رېلوے جوړ كړو٬ په رېلوے كښې په اته مياشتو كښې رېكارډ كار شوے دے ٬ د رېلوے مسافرو له په پنډۍ ٬ لاهور بشمول څلورو ښارونو كښې د وائي فائي سهولت وركوو او د دې دائره به تر نورو ښارونو هم پراخه كړې شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ميډيا سره خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئېل پرون په لاهور كښې پاسنګ آوټ برېډ كښې د ټولو صوبو نمائندګي موجود وه۔ده ووئېل د وزيراعظم په وېنا د رېلوے په جدت كار كېږي او هغه ټول ويني۔ده ووئېل ميا محمد ادريس د اسټېشن د رنګ روغن كار كښې مرسته كړې ٬ لوي څښتن دې ده له اجر وركړي ٬ ده ووئېل شالېمار ټرېن جديد اسانۍ لري او د پاكوالي سره مكمل ډيجټائزېشن لرونكے ټرېن دے ٬ دغسې د ناروال څلور سېكشنز به تر جنوري مكمل شي٬ د سېلاب په مهال د شور كوټ سېكشن مات كړے شوے ؤ كوم چې بحال كړے شو۔ده ووئېل د كراچۍ روهړي 5 سوه كلو ميټره سېكشن دے ٬ په هغې كار روان دے ٬ دا د 1861 جوړه پټلۍ ده٬ وزيراعظم دا د آپ ګرېډېشن لپاره خوښه كړې او ورله دوه بېلين روپۍ بېلې كرې شوي۔حنيف عباسي ووئېل هند له به پاكستان د وړاندې نه زيات په زړه پورې ځواب وركوي٬ افغانانو بے وفاِئي وكړه٬ هغوي په 1965 كښې د هند سره په ګده په پاكستان بريد كړے ؤ ٬ هغوي د 40 كالو ورورولۍ او خدمات ښه صله راكړې٬ ده ووئېل د كے پي كے وزيراعلې دې پنجاب او بلوچستان ته اوګوري ٬ د هغه په صوبه كښې د چا ځان او مال محفوظ نه دے۔ده ووئېل د ترهه ګر كوم دين او ملګرے نه وي ٬ چرته چې ګټه ويني هلنه ځي۔

مزید خبریں