اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د اسلامي جمهوريه ايران براډ كاسټنګ(آئي آر آئي بي)اعلٰی كچ پلاوي د شورو په ورځ د اېسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي) هيډكوارټرز دوره وكړه او د خبرونو تبادلې په اړه يې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔پلاوي كښې د اسلامي جمهوريه ايران براډ كاسټنګ نائب صدر او د نړيوال سروس مشر احمد نوروزي٬د ڼړيوالو چارو ډائرېكتر٬د آئي آر آئي بي …
د ايران ميډيا پلاوي د اے پي پي هيډكوارټرز دوره ٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د اسلامي جمهوريه ايران براډ كاسټنګ(آئي آر آئي بي)اعلٰی كچ پلاوي د شورو په ورځ د اېسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي) هيډكوارټرز دوره وكړه او د خبرونو تبادلې په اړه يې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔پلاوي كښې د اسلامي جمهوريه ايران براډ كاسټنګ نائب صدر او د نړيوال سروس مشر احمد نوروزي٬د ڼړيوالو چارو ډائرېكتر٬د آئي آر آئي بي ٬ عباس محمد نژاد او د سحر يونيورسل نيټ ورك ډائرېكټر مرتضٰی شمسي او د آئي آر آئي بي د بلوچستان مشر علي محمدي ناقچي شامل وو۔د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي پلاوي ته د ايجنسۍ په چارو٬په ټول هېواد كښې د شته بيوروز٬سټيشنز٬ضلعي نامه نګارو او د خبرونو ترسيل په اړه بريفنګ وركړو او وې وئېل اے پي پي انګريزۍ٬اردو٬عربي٬چينۍ٬سندھي٬بلوچي٬پښتو او سرائيكۍ پشمول بيلو ژبو كښې سروسز وركوي۔ده د سوشل ميډيا٬رپورټنګ٬فيچر سروس٬سفارتي او نړيوالو خبرونو او ويډيو نيوز سروس پشمول په مختلف خذمات تفصيلي رڼا واچوله۔ده ووئيل د 45 څخه زيات نړيوالو خبري ايجنسيو سره د اے پي پي د خبرونو د تبادلې لوظ نامې شته ۔د اے پي پي ايم ډي پلاوي د ايران نيوز ايجنسۍ(ارنا)سره د خبرونو تبادلو څخه هم خبر كړو۔ده د آئي آر آئي بي سره لوظ نامې لپاره په تفصيلي تجويز وركولو زور راوړو۔ده ووئيل پاكستان او ايران تاريخي٬مذهبي او د كلتور اړيكې لري٬مونږ د ميډيا په څانګه كښې د يو بل تجربو څخه بشپړه ګته پورته كولې شوو۔نائب صدر احمد نوروزي ووئېل آئي آر آئي بي د ايران مهم ستن او د ميډيا تنظيم دے۔هغه ووئيل آئي آر آئي بي له مخې 100 څخه زيات چينلز٬دوه نيوز ايجنسۍ او نورې د ميډيا ادارې كار كوي۔د خبرونو تبادلې څخه دواړو ګاونډيانو هېوادونو ترمينځه موجوده دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركړې كېدې شي۔هغه ووئيل د خبريالانو تبادله به د دواړو هېوادونو خلق يو بل ته نزدې كړي۔عباس محمد نژاد ووئيل د ايران اولس د اعلٰی معيار خبرونو كوريج٬ د عكسونو او سماجي او سياسي مسئلو نيغ په نيغه خپرولو له خوښي لري۔د دې نه پس پلاوي د اے پي پي بيل سيكشنز پشمول د اسټوډيوز او ډيټا سنټر دوره وكړه










