اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د شوګر ايډوائزري بورډ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه۔په غونډه كښې د پاكستان شوګر ملز ايسوسي اېشن پلاوي ګډون وكړو چې مشري يې چوهدري ذكا اشرف وكړه۔د دې نه علاوه د څلورو واړو صوبو كمشنرز٬د صنعت او پېداوار وزارت٬د تجارت وزارت او نورو اړوندو ادارو نمائندګانو هم ګډون وكړو۔په …
د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د شوګر ايډوائزري بورډ غونډه٬كرشنګ سيزن 15 نومبر څخه د پېل كولو پريكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د شوګر ايډوائزري بورډ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه۔په غونډه كښې د پاكستان شوګر ملز ايسوسي اېشن پلاوي ګډون وكړو چې مشري يې چوهدري ذكا اشرف وكړه۔د دې نه علاوه د څلورو واړو صوبو كمشنرز٬د صنعت او پېداوار وزارت٬د تجارت وزارت او نورو اړوندو ادارو نمائندګانو هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د تفصيلي مشاورت نه پس پريكړه وكړې شوه چې په ټول هېواد كښې د شوګر كرشنګ سيزن پيل به د 15 نومبر 2025 څخه كولې شي۔وفاقي وزير په دې موقع ووئيل دا پريكړه د ټولو صوبو او شوګر ملز اېسوسي اېشن سره د مشاورت نه پس كوو دغسې چې د ګنو كروندكرو ته كوم هم ډول ستونزې مخ نه وي۔رانا تنوير حسين ووئيل په وخت كرشنګ به نه يوازې د ګنو كروندګرو ته آسانۍ وركړي بلكې د چينو په ماركيټ كښې به په وخت شتون هم باوري كړي۔د غونډې ګډون كوونكو د كرشنګ سيزن پېل په اړه د شوو پريكرو هركلے وكړو او د حكومت په وخت اقدام يې وستائېلو۔رانا تنوير حسين اړوندو صوبائي چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي به د ټولو شوګر ملز څارنه باوري كوي دغسې چې د كروندګرو د حقونو تحفظ وكړے شي










