اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره د پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس (پي ايف يو جے)، پېنډي اسلام آباد يونين آف جرنلسټس (آر آئي يو جے) او د پرېس کلب پلاوي ليدلي دي ۔ په پلاوي كښې د پي ايف يو جے صدر افضل بټ، سيکرټري نيشنل پريس کلب نيئر علي، د آر آئي يو جے سيکرټري آصف بشير …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره د پي اېف يو جے، آر آئي يو جے او د پرېس کلب پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره د پاکستان فيډرل يونين آف جرنلسټس (پي ايف يو جے)، پېنډي اسلام آباد يونين آف جرنلسټس (آر آئي يو جے) او د پرېس کلب پلاوي ليدلي دي ۔ په پلاوي كښې د پي ايف يو جے صدر افضل بټ، سيکرټري نيشنل پريس کلب نيئر علي، د آر آئي يو جے سيکرټري آصف بشير چوهدري، خبريال مظهر عباس او شهزاده ذوالفقار شامل وو۔ په ملاقات كښې د جرنلسټس پروټيکشن کميشن په جوړولو، د خبريالانو په غېر قانوني توګه اخوا كولو پشمول په نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وفاقي وزير عطاء تارړ په دې موقع ووئيل د جرنلسټس پروټيکشن کميشن جوړولو عمل په آخري پړاٶ كښې دے٬ د خبريالانو د حقونو تحفظ به باوري كولې شي۔ وفاقي وزير ميډيا هاوسز څخه د خبريالانو په غېر قانوني توګه اخوا كولو د تشويش څرګندونې كولو سره ووئيل ميډيا مالکانو سره به دا اېجنډا په رسمي توګه پورته كولې شي۔د ه ووئيل حکومت به د صحافت آزادۍ او د خبريالانو معاشي تحفط لپاره عملي اقدامات روان ساتي ۔ ده ووئيل د نيشنل پريس کلب بريد په اړه به په چارټر آف ډيمانډ عملدرآمد كولې شي۔ ده ووئيل د خبريالې ورورولۍ مسئلو حل ته حكومت پاملرنه كوي۔ پلاوي د مسئلو حل كولو په باور د وفاقي وزير مننه وكړه ۔ د ملاقات په مهال د اطلاعات او خپرونو وزارت ايډيشنل سيکرټري اشفاق خليل او پرنسپل انفارميشن افيسر مبشر حسن هم موجود وو۔










