د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد ملاقات

اسلام آباد29 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد زرداري هاؤس كښې ملاقات كړے۔په دې موقع دې چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ته بينظير هنر مند پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔بلاول بهټو زرداري هدايت وكړو چې د بي آئي اېس پي له مخې مستحق كسانو ته وركړے كېدونكو ادائيګو نظام دې لا سپيځلے كړے شي۔ده ووئيل مستحق كسانو …

اسلام آباد29 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد زرداري هاؤس كښې ملاقات كړے۔په دې موقع دې چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ته بينظير هنر مند پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔بلاول بهټو زرداري هدايت وكړو چې د بي آئي اېس پي له مخې مستحق كسانو ته وركړے كېدونكو ادائيګو نظام دې لا سپيځلے كړے شي۔ده ووئيل مستحق كسانو ته دې د ادائيګۍ يو داسې نظام جوړ كړے شي چې پكښې د چا هم عزت نفس مجروح نه شي۔سينيټر روبينه خالد باور وركړو چې بي آئي اېس پي له مخې د ادائيګو نظام كښې زر تر زره ښه والے راوستلے كېږي۔

مزید خبریں