پېښور28 اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نمل پوهنتون پېښور كيمپس ريجنل ډائرېكټر بريګيډيئر(ر)سيف الرحمان ملك د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔ملاقات كښې په نمل پوهنتون پېښور كيمپس كښې ډګري او ډپلومه پروګرامز او تعليمي چارو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر ډېره اسماعيل خان كښې د نمل پوهنتون ريجنل كيمپس جوړولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل …
ګونر فيصل كريم كنډي سره د نمل پوهنتون پېښور كيمپس ريجنل ډائرېكټر ملاقات٬په تعليمي چارو خبرې

مزید خبریں
پېښور28 اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نمل پوهنتون پېښور كيمپس ريجنل ډائرېكټر بريګيډيئر(ر)سيف الرحمان ملك د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔ملاقات كښې په نمل پوهنتون پېښور كيمپس كښې ډګري او ډپلومه پروګرامز او تعليمي چارو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر ډېره اسماعيل خان كښې د نمل پوهنتون ريجنل كيمپس جوړولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل ډي آئي خان كښې د نمل پوهنتون ريجنل كيمپس جوړول د ډي آئي خان خان پشمول د صوبې سوئېلي ضلعو ځوانانو لپاره يو ښه تعليمي اقدام به ثابت شي۔ده ووئيل ډي آئي خان كښې د نمل پوهنتون ريجنل كيمپس سره ډي آئي خان او د پنجاب ضلعو بهكر٬ميانوالي او د بلوچستان زوب ضلعې ځوانان به هم ترې څخه مستفيد شي۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي په ټول هېواد په خاص توګه خېبر پښتونخوا كښې د نمل پوهنتون تعليمي څانګه كښې خذمات ستائېلو سره ووئېل نمل پوهنتون د نړيوال معيار له مخې تعليمي پروګرامز په خاص توګه د نړيوالو ژبو په اړه كورسز د ستائنې وړ دي۔








