کشمیریان د تېرو 7 لسيزو نه بد ترین ریاستي جبر او د بشري حقونو سنګینو خلاف ورزیو سره مخ دي، د خیبرپښتونخوا ګورنر پېغام

پیښور۔ 27 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د کشمیر تورې ورځې په موقعه خپل پیغام كښې ووئېل په 27 اکتوبر 1947 د هند پوځونو په جموں و کشمیر غیر قانوني قبضه وكړه، كومه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قوانین بيخي خلاف ورزي وه۔ ده ووئېل دا نن ورځ د هغې غیر قانوني قبضې خلاف احتجاج او د کشمیري اولس سره د …

پیښور۔ 27 اکتوبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د کشمیر تورې ورځې په موقعه خپل پیغام كښې ووئېل په 27 اکتوبر 1947 د هند پوځونو په جموں و کشمیر غیر قانوني قبضه وكړه، كومه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قوانین بيخي خلاف ورزي وه۔ ده ووئېل دا نن ورځ د هغې غیر قانوني قبضې خلاف احتجاج او د کشمیري اولس سره د يو والي په توګه نمانځلې شي ۔ ګورنر ووئېل د کشمیر اولس د تېرو 7 لسيزو نه د بدترین هندي ریاستي جبر، محاصرو، ماورائے عدالت وژنو او د بشري حقونو سنګینو خلاف ورزیو سره مخ دے ۔د دې باوجود د دوي په حوصله او عزم كښې کمے رانغلو۔ د کشمیري اولس د ملګرو ملتونو تر مخه د خپل حقِ خود ارادیت تر لاسه كولو لپاره عزم لري ، فیصل کریم کنډي د نړيوالې ورورولۍ، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظیمونو نه غوښتنه وكړه چې د هند غیر قانوني تسلط لاندې جموں وکشمیر كښې د هند د ظلمونو نوټس واخلي او د کشمیر اولس ته د هغوي بنیادي حق، حقِ خود ارادیت وركولو كښې مؤثر کردار ادا کړي ۔ ګورنر واضحه كړه چې د پاکستان حکومت او اولس د کشمیري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د هغوي سیاسي ، سفارتي او اخلاقي مرسته به روانه ساتي ۔ هند د ټولو ظلمونو باوجود د کشمیر اولس د حق خودارادیت او هلو ځلو نه په شا نه كړے شو ۔ ده ووئېل زمونږ ایمان دے چې ظلم د عمر لپاره غالب نشي پاتي كېدے۔ د کشمیر اولس قربانۍ به يوه ورځ ضرور رنګ راوړي او د هند د تسلط څخه به آزادي تر لاسه كړي ۔