د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمد سهیل آفریدی هنګو چاؤدنه كښې د شهيد شوې اېس پی اسد زبیر کور ته لاړو

پېښور 26 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمد سهیل آفریدی هنګو چاؤدنه كښې د شهيد شوې اېس پی اسد زبیر کور ته لاړو۔وزیراعلی د شهيد اېس پی اسد زبیر کورنۍ سره ملاقات وكړو او هغوې سره ئې غمرازي وكړه۔وزیراعلی د شهيد اېس پی او د هغه د ملګرو بخښني او لوړو درجو له دعا اوكړه۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا وزیراعلی ووئيل د خېبر پښتونخوا پولیس امن …

پېښور 26 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمد سهیل آفریدی هنګو چاؤدنه كښې د شهيد شوې اېس پی اسد زبیر کور ته لاړو۔وزیراعلی د شهيد اېس پی اسد زبیر کورنۍ سره ملاقات وكړو او هغوې سره ئې غمرازي وكړه۔وزیراعلی د شهيد اېس پی او د هغه د ملګرو بخښني او لوړو درجو له دعا اوكړه۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا وزیراعلی ووئيل د خېبر پښتونخوا پولیس امن او د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره وئ قربانۍ وركړې دي،ټول قوم د پولیس په قربانو فخر كوي،شهيدان زمونږ فخر او مان دې، د شهيدانو كورنۍ به چرې هم يواځې نه شي پرېښودلې۔وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی د شهيد اېس پی اسد زبیر او د هغه د ملګرو قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔شهید اېس اېس پی آپریشن هنګو اسد زبیر د كورنيو چارو پخواني وزير او قومي اسمبلۍ غړي شهریار خان آفریدی کزن ؤ۔