پېښور/هنګو 24 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په هنګو كښې پرله پسې د دوه چاٶدنو په نتيجه كښې د سپرنټنډنټ آف پوليس (اېس پي) آپرېشنز اسد زبېر پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان٬ درې ټپيان شوې٬ پوليسو له مخې په چاٶدنه كښې د اېس پي ګاډي په نښه كړې شو چې پكښې درې نور پوليس اهلكار هم ژوبل شوي٬ د پوليس ضلعي مشر خان زېب مهمند د چاٶدنې په …
هنګو كښې دوه چاٶدنې٬ د اېس پي آپريشنز پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان٬ درې ټپيان

مزید خبریں
پېښور/هنګو 24 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په هنګو كښې پرله پسې د دوه چاٶدنو په نتيجه كښې د سپرنټنډنټ آف پوليس (اېس پي) آپرېشنز اسد زبېر پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان٬ درې ټپيان شوې٬ پوليسو له مخې په چاٶدنه كښې د اېس پي ګاډي په نښه كړې شو چې پكښې درې نور پوليس اهلكار هم ژوبل شوي٬ د پوليس ضلعي مشر خان زېب مهمند د چاٶدنې په نتيجه كښې د آېس پي د شهادت پشمول د نورو اهلكارو د شهادت تصديق كولو سره ووئيل چې ژوبل شوي ډي ايچ کيو هسپتال هنګو ته منتقل كړې شوېدي۔ د پوليس له مخې وړومبۍ چاٶدنه په غَلمينه كښې پوليس پوستې سره نزدې شوې چې پكښې كوم ځاني زيان نه دے شوې او دوهمه چاٶدنه دربند سيمه كښې شوې چې پكښې د پوليس ډله په نښه كړې شوه٬ د دوېم بريد په نتيجه كښې د سپرنټنډنټ آف پوليس (اېس پي) آپرېشنز اسد زبېر پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان٬ درې ټپيان شوي٬ بم ډسپوزل سکواډ او پوليس کمانډوز سيمه محاصره كولو سره د لټون عمليات پېل كړې دي










