سوئيلي افريقا پاكستان ته په دويم او وروستي ټيسټ ميچ كښې په 8 وكټونو ماتې وركولو سيريز 1-1 سره برابر كړو

پېنډۍ ۔23 اکتوبر(اے پی پی) سوئيلي افريقا په زړه پورې كم بېك كولو سره پاكستان ته په دويم او وروستي ټيسټ ميچ كښې په 8 وكټونو ماتې وركولو سيريز 1-1 سره برابر كړې۔ پاكستانۍ لوبډله په دويم اننګز كښې په 138 رنز آوټ شوه۔ مېلمه لوبډلې د 68 رنز هدف آسانۍ سره د دوه وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ ایډن مارکرم 42 او رائن ریکلټن 25 رنز جوړ كړل۔ کیشو …

پېنډۍ ۔23 اکتوبر(اے پی پی) سوئيلي افريقا په زړه پورې كم بېك كولو سره پاكستان ته په دويم او وروستي ټيسټ ميچ كښې په 8 وكټونو ماتې وركولو سيريز 1-1 سره برابر كړې۔ پاكستانۍ لوبډله په دويم اننګز كښې په 138 رنز آوټ شوه۔ مېلمه لوبډلې د 68 رنز هدف آسانۍ سره د دوه وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ ایډن مارکرم 42 او رائن ریکلټن 25 رنز جوړ كړل۔ کیشو مهاراج په مېچ كښې په مجموعي توګه د 9 وكټونو په اخيستو او 30 قيمتي رنز جوړولو مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ سینوران متھوسیمی د سیریز تر ټولو غوره لوبغاړے پاتے شو۔ د زيارت په ورځ په راولپنډی کرکټ سټېډیم كښې د مېچ په څلورمه ورځ پاكستان په 94 رنز 4 لوبغاړي آؤټ خپل دويم نيمګړے اننګز بيا پېل كړو نو بابر اعظم 49 او رضوان 26 رنز سره په كريز موجود وو۔ بابر اعظم په خپل سكور كښې يو رنز او رضوان 18 رنز زياتولو سره آؤټ شو۔ ټولې لوبډلې 138 رنز جوړ كړل۔ په اولني اننګز كښې د 71 رنز برترۍ له امله سوئيلي افريقا ته مېچ ګټلو له يوازې 68 رنز كول وو۔ مېلمه لوبډلې دا هدف آسانۍ سره د دوه وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ ایډن مارکرم 42 او رائن ریکلټن 25 رنز جوړ كړل۔ کیشو مهاراج په مېچ كښې په مجموعي توګه د 9 وكټونو په اخيستو او 30 قيمتي رنز جوړولو مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ سینوران متھوسیمی د سیریز تر ټولو غوره لوبغاړے پاتے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سوئيلي افريقا د پاكستان د اولني اننګز 333 رنز په ځواب كښې 404 رنز جوړ كړې وو۔

مزید خبریں