کوئټه 21 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل وئيلي دي نن سبا په ځوانانو كښې د كتابونو د لوستې په رحجان سوشل ميډيا غالب ښكاري او ورسره د دوي په تخليقي صلاحيتونو او د تحقيق د جذبې فقدان رامخې ته كېږي٬ ضروري ده چې مونږ په نوي كول كښې د كتب كتلو شوق زيات كړو ځكه چې كتابونه ذهنونو ته وده وركوي، ده ووئېل كتاب كتل د …
د سوشل ميډيا په دور كښې نوي كول كښې د كتاب كتلو شوق پېدا كولو ته اړتيا ده۔ د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
کوئټه 21 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل وئيلي دي نن سبا په ځوانانو كښې د كتابونو د لوستې په رحجان سوشل ميډيا غالب ښكاري او ورسره د دوي په تخليقي صلاحيتونو او د تحقيق د جذبې فقدان رامخې ته كېږي٬ ضروري ده چې مونږ په نوي كول كښې د كتب كتلو شوق زيات كړو ځكه چې كتابونه ذهنونو ته وده وركوي، ده ووئېل كتاب كتل د خرافات او توهمات چيلنج كولو حوصله وركوي او زمونږ ژوند بدلولو كښې فكري لارښودنه كوي۔ د ويمن يونيورسټۍ د زده كونكې عرشيه خان بړيچ په دومره كم عمرۍ كښې د انګلش كتاب ليكواله جوړېدل د ستائېلو وړ اقدام دے، دا حقيقت دے چې د زده كوٶنكو انجونو ډاډګيرنې سره د دوي صلاحيتونه پالېش كېږي۔ دا خبرې ده په ګورنر هاٶس كښې د سردار بهادر خان ويمن يونيورسټۍ ليكوالې عرشيه خان بړيچ سره كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني، سينيټر سعيد الحسن مندوخيل، د صوبائي اسمبلۍ غړې زرك خان مندوخيل، ډاکټر اسحاق بلوچ او عبدالسلام بړيچ هم موجود وٶ۔










