پنجاب پوليس د صوبې نه 21 زره 900 افغانان او نور غېر قانوني مېشته وګري ډي پورټ كړي دي٬ وياند

لاهور۔21 اكتوبر (اے پي پي) د ټول پنجاب نه د غېر قانوني مېشته وګرو د ويستلو درېم پراؤ روان دے٬ پوليس د لاهور پشمول د ټولې صوبې نه 21 زره 900 نه زياتو افغانانو پشمول غېر قانوني مېشته وګري ډي پورټ كړي دي۔ د پنجاب پوليس وياند تر مخه 423 غېر قانوني مېشته كسان په هولډنګ پوائنټس موجود دي۔ په ډي پورټ شوو كښې 7656 سړي او 4745 مېرمنې او …

لاهور۔21 اكتوبر (اے پي پي) د ټول پنجاب نه د غېر قانوني مېشته وګرو د ويستلو درېم پراؤ روان دے٬ پوليس د لاهور پشمول د ټولې صوبې نه 21 زره 900 نه زياتو افغانانو پشمول غېر قانوني مېشته وګري ډي پورټ كړي دي۔ د پنجاب پوليس وياند تر مخه 423 غېر قانوني مېشته كسان په هولډنګ پوائنټس موجود دي۔ په ډي پورټ شوو كښې 7656 سړي او 4745 مېرمنې او دغسې 9508 ماشومان هم دي ٬ په دې كښې د استوګنې ثبوت لرونكې 6007 ٬ افغان سېټيزن كارډ لرونكې 10861 او غېر قانوني مېشته 5041 غېر ملكي شامل دي۔ په لاهور كښې 5 او په صوبه كښې 46 هولډنګ سېنټرز جوړ كړے شوي٬ دغسې په هائي الرټ سېكيورټي كښې د غېر قانوني مېبشته وګړو ويستل باوري كولې شي۔ پوليس د نړيوال قانون تر مخه د غېر قانوني مېشته وګړو ويستلو لپاره په نړيوال قانون عمل كوي او بشري حقونه په مكمل توګه تر نظره ساتلې شي۔

مزید خبریں