جنیوا 21 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په غزہ كښې د جنګ بندۍ هركلے او د فلسطینیانو د خپلواكۍ حق غیرمتزلزل مرستې پخلي كولو سره وئيلي دي د ریاستي خپلواكۍ خلاف ورزو په اړه د نړيوالو اصولو په تنزل تشویش لرو،پاکستان د بشري همدردۍ په چارو كښې د غیرجانبدارۍ او آزادۍ په اصولو عمل كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ جنیوا …
د غزہ جنګ بندۍ لوظنامه خوشبينه ده،د فلسطینیانو د خپلواكۍ مرسته كوو، د ریاستي خپلواكۍ په خلاف ورزو ٬ د نړيوالو اصولو په تنزل اندیښنه لرو۔د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق

مزید خبریں
جنیوا 21 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په غزہ كښې د جنګ بندۍ هركلے او د فلسطینیانو د خپلواكۍ حق غیرمتزلزل مرستې پخلي كولو سره وئيلي دي د ریاستي خپلواكۍ خلاف ورزو په اړه د نړيوالو اصولو په تنزل تشویش لرو،پاکستان د بشري همدردۍ په چارو كښې د غیرجانبدارۍ او آزادۍ په اصولو عمل كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ جنیوا كښې 151م بین الپارلیمانی اسمبلۍ ته وينا كښې وكړه۔ سردار ایاز صادق د بشري همدردۍ، انصاف او نړيوال امن په وده زور راوړلو سره ووئيل د ریاستي خپلواكۍ په خلاف ورزو او د نړيوالو اصولو په تنزلۍ تشویش لرو، پاکستان د انساني همدردۍ په چارو كښې د غیر جانب دارۍ او آزادۍ په اصولو عمل كوي، د فلسطین اولس د تيرو دوو كلونو راهسې د ظلم ښكار دے۔ده ووئيل د هند حكومت د آبادیاتي بدلونونو او د شهري آزادو خلاف ورزي د غندني وړ دي ، پاکستان د هند په بلا اشتعال جارحیت په تحمل سره ځواب وركړے ، پاکستان د امن خوښي لري خو د خپلي خپلواكۍ دفاع حق محفوظ لري۔ده ووئيل د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې يو اړخيزه معطلی سيمه ايز امن له خطر دے۔ده د هند ملاتړ لرونكې فتنہ الخوارج د اړخه د افغان خاوري څخه د پاکستان مخالف استعمال غندنې كولو سره ووئيل د پاکستان د ترهه ګرۍ مخنينوي کارروائۍ د شهري تحفظ او سرحدي سلامتیا لپاره دي۔سپیکر ووئيل د ماحولیاتي بدلون موجودہ انساني بحران شکل اختیار کړے دے، پاکستان به نړيوال کاربن اخراج كښې معمولی برخه لري خو سخت موسمیاتي اثرات سره مخ دے،بايد نړيواله ورورولي منصفانه مالي معاونت او د يووالي څرګندونه وكړي۔سردار ایاز صادق ووئيل د پاکستان وړاندې كړي د سلامتی کونسل قرارداد 2788 د امن ودې علامت دے۔ده ووئيل پاکستان د سفارتکارۍ او پارلیمانی مرستي د لارې په نړيوال امن باور لري۔دا خبره دې ښكاره وي چې سپیکر سردار ایاز صادق جنیوا كښې د پارلیمانی پلاوي مشري كوي دغسې په پلاوي كښې وفاقی وزیراعظم نذیر تارړ، وزیرِ مملکت بیرسټر عقیل ملك،چوهدری شهباز بابر،ډاكټر شرمیلا فاروقی، منیبه اقبال او اعجاز جکھرانی ههم شامل دي۔











