وزيراعظم نن د نهې په ورځ په هيواد كښې د عصري ټيكنالوجۍ په بنياد پرمختګ او ډيجيټل معيشت ته وده وركولو له د آئي ټي پروګرام پرانسته كوي

اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف (نن) د نهې په ورځ په هېواد كښې د عصري ټېكنالوجۍ په بنياد پرمختګ او ډيجيټل معيشت ته وده وركولو له د آئي ټي پروګرام باقاعده پرانسته كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم ډيجيټل پاكستان وژن لاندې د آئي ټي پروګرام اجراﺀ كولې شي چې مقصد يۍ په هېواد كښې د عصري ټېكنالوجۍ …

اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف (نن) د نهې په ورځ په هېواد كښې د عصري ټېكنالوجۍ په بنياد پرمختګ او ډيجيټل معيشت ته وده وركولو له د آئي ټي پروګرام باقاعده پرانسته كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم ډيجيټل پاكستان وژن لاندې د آئي ټي پروګرام اجراﺀ كولې شي چې مقصد يۍ په هېواد كښې د عصري ټېكنالوجۍ په بنياد پرمختګ او ډيجيټل معيشت ته وده وركول دي۔ د وزیراعظم د وژن له مخې پاكستان به په منطقه كښې د آئي ټي د رامخې ته كېدونكي معيشت په توګه رامخے ته كولے شي٬ آئي ټي پروګرام به د ځوانانو د ډيجيټل دور غوښتنو سره هم آهنګ كولو كښې مهم سنګ ميل ثابت شي٬ د پروګرام اجرا سره به پاكستان كښې آئي ټي انډسټري لپاره په زړه پورے چاپېريال رامخے ته شي۔ په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې كېدونكې دستوره كښې به وفاقي وزيران ٬ د آئي ټي پوهان او سټارټ اپ استازي ګډون كوي۔ وزیراعظم به د پروګرام د اجرا په موقع د ډيجيټل پاكستان په وژن رڼا اچوي۔ د بيان له مخې د حكومت عزم دے چې آئي ټي ته د ودې وركولو د لارې به قومي معيشت په مضبوط بنياد اودرولے شي۔ د نوي پروګرام لاندې به د فري لانسنګ ٬ اي كامرس او سافټ ويئر ډوېلپمنټ په څانګه كښې آسانۍ رامخې ته شي۔ آئی ټی پروګرام سره به ځوانانو لپاره د روزګار پراخا موقعې رامخې ته شي۔ د وزیراعظم په لارښوونه آئي ټي انډسټري ته وده وركولو له بشپړه پالېسي فرېم ورك جوړ كړے شوے دے۔ د پروګرام اجرا د ډیجیټل پاکستان وژن هدفونو بشپړ كولو پلو يو مهم ګام دے۔

مزید خبریں