اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د دفاع خارجه وزير خواجه آصف د پاك افغان اوربند په اړه افغان طالبان ته ښكاره پيغام وركړے دے۔ د افغانستان د لاس وهنې او دراندازۍ په ځواب كښې د پاك پوځ له بشپړه كارروايۍ څخه وروستو د طالبان په خواست اوربند اعلان او عملي كړے شو۔ د پاك افغان اوربند تړون سره په اړونده دورانيه هم د دفاع وزير خواجه آصف ښكاره بيان رامخے شو۔ …
د دفاع خارجه وزير خواجه آصف د پاك افغان اوربند په اړه افغان طالبان ته ښكاره پيغام
اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د دفاع خارجه وزير خواجه آصف د پاك افغان اوربند په اړه افغان طالبان ته ښكاره پيغام وركړے دے۔ د افغانستان د لاس وهنې او دراندازۍ په ځواب كښې د پاك پوځ له بشپړه كارروايۍ څخه وروستو د طالبان په خواست اوربند اعلان او عملي كړے شو۔ د پاك افغان اوربند تړون سره په اړونده دورانيه هم د دفاع وزير خواجه آصف ښكاره بيان رامخے شو۔ په يو بيان كښې خواجه آصف وئيلي چې دا خبره په ډاګه كړې شوې وه چې كومه لاس وهنه او دراندازي به نه كيږي، ټی ټی پی ته به د دوئي په خاوره كوم سهولت وركولے نه شي۔ خواجه آصف ووئيل چې مونږ څو څو وارې دا لارښونه كوله او ښكاره ده چې افغانستان دې خبرې څخه انكار كوي۔ ترکیه او قطر زور راوړے چې بنيادي شخړه دا ده چې د افغانستان زمكه يا سرپرستي ټي ټي پي ته په پاكستان كښې كومې كارروايۍ كولو له موجود ده۔ مونږ افغانستان ته وئيلي چې دا هر څه په يو شق انحصار لري ٬ د دې اوربند لپاره د وخت كوم حد ټاكلے شوے نه دے٬ كوم وخت نه دے ټاكلے شوے چې مونږ تر فلانكۍ نېټې انتظار كوو او بيا به اوربند تړون ته پراختيا وركوو۔ تر كومې چې د عملي كړې شوي تړون خلاف ورزي نه كيږي زمونږ تر مينځه د اوربند لوظنامه موجود ده۔












