اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان كښې د اقليتونو د وياړ وړ كردار ستائنې كولو سره وئيلي دي پاکستان د سول٬ې همغږۍ او د زغم خاوره ده٬ دلته د كركې٬فتنه فساد٬ اړي ګړي او د ترهګرۍ ځائ نشته، اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده او حكومت دوي لپاره خاص اقدامات كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په وزيراعظم هاٶس …
پاکستان د سولې٬ همغږۍ او د زغم خاوره ده٬ دلته د كركې٬فتنه فساد٬ اړي ګړي او د ترهګرۍ ځاے نشته، اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ديوالي دستورې ته وېنا
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان كښې د اقليتونو د وياړ وړ كردار ستائنې كولو سره وئيلي دي پاکستان د سول٬ې همغږۍ او د زغم خاوره ده٬ دلته د كركې٬فتنه فساد٬ اړي ګړي او د ترهګرۍ ځائ نشته، اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده او حكومت دوي لپاره خاص اقدامات كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د ديوالي تهوار په اړه خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع وفاقي وزيران، اقليتي پارلماني غړي او د بېلو اقليتي وروروليو د سر مشران موجود وو۔ وزيراعظم دستورې ته د وېنا په مهال هندو ټولنې له د ديوالي مبارکې وركړه۔ ده ووئيل نن دلته د اقليتونو او اکثريت د مذهبي، سياسي نمائندګانو موجودګي د پاكستان د تصوے عملي تصوير دے٬ د پاكستان موسس قائداعظم محمد علي جناح په 11م اګست خپل تقرير كښې اعلان كړے ٶ چې د ټولو مذهبونو پېروكار پاكستان كښې د عبادت په خپلو ځايونو كښې بې ېرې ترهې خپل عبادت او رسومات ادا كولې شي٬ دوي ته مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ د قيام پاکستان نه تر دفاع پاکستان په هر محاذ اقليتي ټولنې چې كوم د فخر وړ كردار لوبولے مونږ په ھغې ناز لرٶ٬ ده ووئېل نننۍ ورځ ھغه حقيقت لا رامخې ته كوي چې كه مسلم وي يا غېر مسلم پاکستانې په ګډه خوږ هېواد په ضد د هر ډول شر او بريد مقابله كوي او اقليتونو سره هم بې انصافي او د افسوس او غندنې وړ پېښې د پاكستان اكثريت كله هم نه دي خوښې كړې او تل ئې د دغې غندنه كړې ده۔ وزيراعظم د تعليم او صحت پشمول تولو څانګو كښې اقليتونو د قدر وړ خدمات ذكر كولو سره ووئيل په ټولو سياسي ګوندونو كښې د دوي نمائندګي موجود ده٬ د مسلم ليګ ن په حکومت كښې کھيئل داس کوهستاني وزير مملکت دے، د هندو او مسيحي ورورولۍ غړي په سېنېټ او اسمبلۍ كښې موجود دي۔ وزيراعظم اقليتونو لپاره په حکومتي اقدامات رڼا اچولو سره ووئيل د وفاقي كابينې لخوا د بين المذاهب همغږۍ پاليسي منظور كړې شوې ٬ د حكومت دوېمه لويه كاميابي قامي اقليتي کميشن بل سينيټ او اسمبلۍ څخه منظورول دي دغسې چې كمېشن په قانوني توګه مضبوط كړې شي۔ ده ووئيل زه په دې خبره كولو خوشحالي محسوسوم چې اقليتي زده كوونكو ته د پرائمري نه تر پوهنتون تر اعليٰ تعليم وظائف وركړے كېږي٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې په بېلو پروګرامونو كښې هم دوي شامل كړې شوي ، د ميرټ نه علاوه دوي لپاره په سرکاري ملازمتونو كښې پنځه فيصده كوټه مختص ده، دوي ته په مذهبي تهوارونو تعطيلات وركړے كېږي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د رڼاګانو، امن، همغږۍ او د برداشت او تحمل خاوره ده٬ دلته كركې٬فتنه فساد٬ اړي ګړي او د ترهګرۍ ځاے كوم نشته، ټول قام د ترهګرۍ د تيارو او د كركې تاريكئ ختمولو په هلو ځلو كښې خپلو مېړنو ځواكونو سره ولاړ دے۔ وزيراعظم شهباز شريف د هندو ټولنې سره د ديوالي کېك هم پرې كړو۔ په وزيراعظم هاٶس كښې د ديوالي په موقع د دستورې په تابيا هندي ټولنې د وزيراعظم مننه وكړه ۔












