د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی د بلاول بھټو زرداري سره ملاقات، داخلي امن او سلامتیا او سیاسی استحکام لپاره په ګډه د كار كولو عزم

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د ګل په ورځ بلاول هاؤس کراچۍ كښې د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري سره ملاقات کړے چې پكښې د هېواد په سیاسی صورتحال، د شريكي خوښې په چارو او كورني امن و امان په مجموعي صورتحال تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه شوې۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وزیر محسن …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د ګل په ورځ بلاول هاؤس کراچۍ كښې د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري سره ملاقات کړے چې پكښې د هېواد په سیاسی صورتحال، د شريكي خوښې په چارو او كورني امن و امان په مجموعي صورتحال تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه شوې۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي د پیپلز پاړټي چیئرمېن د امن او كورني سلامتيا لپاره د وزارت د اړخه پورته شوو ګامونو څخه خبر كړو۔ده ووئيل د پاکستان کورني استحکام له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔بلاول بھټو زرداري د كورنيو چارو وزير اقدامات ستائېلو سره ووئيل د موجودہ چیلنجونو مقابله د اتحاد او اتفاق سره كيدے شي۔ده كورني امنيت لپاره د كورنيو چارو وزارت په هڅو د اطمینان څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې دواړو لارښودو قامي مفاهمت، كورني امن و سلامتیا او سیاسی استحکام له په ګډه كار روان ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں