جنيوا 20 اکتوبر (اے پي پي) شفقت سره خدمت د طاقت غوره صورت دے ٬ دا خبره د بشري حقونو لپاره د سينيټ د فنکشنل کميټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري په جنيوا كښې د 151م انټرپارليمنټري يونين (آئي پي يو) اسمبلۍ په مهال د مېرمنو پارلماني غړو فورم كښې په ’’قيادت كښې بدلون: د صنفي مساوات په نوو ننګونو قابو موندل" په سرخط پېنل مباحثې په مهال كړې۔ د …
شفقت سره خدمت د طاقت غوره صورت دے ۔ سينيټر ثمينه ممتاز زهري
جنيوا 20 اکتوبر (اے پي پي) شفقت سره خدمت د طاقت غوره صورت دے ٬ دا خبره د بشري حقونو لپاره د سينيټ د فنکشنل کميټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري په جنيوا كښې د 151م انټرپارليمنټري يونين (آئي پي يو) اسمبلۍ په مهال د مېرمنو پارلماني غړو فورم كښې په ’’قيادت كښې بدلون: د صنفي مساوات په نوو ننګونو قابو موندل” په سرخط پېنل مباحثې په مهال كړې۔ د ګردې نړۍ قانون سازو ته د وېنا په مهال سينيټر ثمينه ممتاز زهري د قيادت تصور په نوې ډول د وړاندې كولو په ضرورت زور راوړو۔ هغې ووئيل مونږ له به قيادت د طاقت او مراعات د علامت په ځاے د خدمت او د مقصد قوت جوړول وي، غلبې څخه به عزت پلو سفر كول وي٬ د پاکستان د سينيټ او د بلوچستان نمائندګي كولو سره هغې د پسمانده طبقو مضبوطيا او د قام په جوړولو كښې د مېرمنو په كردار رڼا واچوله۔ هغې ووئيل زه يوې داسې سيمې سره تعلق لرم كومه چه زياتره نظر انداز كېږي، خو ھغه د حوصلې٬ استقامت او د بلها قوت سيمه ده٬ كله چې هم د بلوچستان يوه مېرمن د كمېټۍ مشري كوي٬ د اصلاحات مسوده جوړوي يا انصاف لپاره غږ پورته كوي نو ھغه يوازې يو خنډ نه وي بلكې تاريخ رقم كوي۔ سينيټر ثمينه ممتاز زهري پخپلې مشرۍ كښې د بشري حقونو په اړه د ځانګړې قانون سازۍ تذكره وكړه چې پكښې د ذهني صحت په حواله اصلاحات، په صنفي بنياد د تشدد په ضد لا مضبوط قوانين او جامع ډيجيټل سيفټي اقدامات شامل دي٬ هغې ووئيل د انصاف مقصد بايد يوازې سزا وركول نه وي بلكې انساني همدردي پكار وي۔ هغې ووئيل شفقت سره خدمت كول د طاقت غوره صورت دے۔












