د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ بلټ پروف ګاډې واپس كول غېر ذمه وار او نامناسب اقدام دے۔ طلال چوهدري

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي د وفاقي حكومت لخوا د خېبر پښتونخوا پوليس ته د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره وركړې شوي بلټ پروف ګاډي د صوبې وزيراعليٰ لخوا واپس كول غېر ذمه وار او نامناسب اقدام دے، وفاقي حکومت د دې نه وړاندې د 600 اربه روپو نه زياتې د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره صوبائي حكومت ته …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي د وفاقي حكومت لخوا د خېبر پښتونخوا پوليس ته د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره وركړې شوي بلټ پروف ګاډي د صوبې وزيراعليٰ لخوا واپس كول غېر ذمه وار او نامناسب اقدام دے، وفاقي حکومت د دې نه وړاندې د 600 اربه روپو نه زياتې د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره صوبائي حكومت ته وركړې دي، كومې چې د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره په ځوانانو په خرڅ كول وو٬ په دې كښې سي ټي ډي ډيپارټمنټ، فرانزيك لېب او سېف سټيز جوړول وو، د 600 اربه روپو درك تر اوسه ونه ولګېدو چې دغه روپۍ څه شوې٬ د وزيراعليٰ سهېل افريدي په بيان خپل غبرګون كښې طلال چوهدري ووئيل وفاقي حكومت چې كوم ګاډي دوي له وركړي ھغه معياري دي٬ دغه ګاډي د نړيوال معيار بلټ پروف ګاډي دي كوم چې د ترهګرۍ په ضد جنګ او خطري ځايونو كښې استعمال لپاره ضروري دي، دا ګاډي وفاقي وزيرانو، د پاکستان مهمو ادارو افسرانو او د خطرناكو ځايونو پشمول د ترهګرۍ په ضد اپرېشنز كښې د وړاندې نه استعمالېږي، ده ووئېل الحمدلله كوم ځاے چې دا ګاډي استعمالېږي هلته زيانونه د نشت برابر دي۔ ده ووئيل كه وفاقي حكومت څه وركوي نو ھغه هم تروړلې كېږي٬ د صوبې د پوليس مېړنې افسران او ځوانان تش لاس ترهګرو ته مخامخ كولې شي۔ وزير مملکت طلال چوهدري ووئيل د صوبې مېړني پوليس زيات ترهګرۍ سره مخ دي څوك چې په فرنټ فټ جنګ كوي٬ هره ورځ ځوانان او افسران شهيدان كېږي٬ دوي محفوظ كول او د ترهګرۍ په ضد كاروائۍ تندولو لپاره دا ګاډي وركړې شوي وو۔ طلال چوهدري ووئيل نن په خېبر پښتونخوا کښې يو وړوكے وزيراعلې ټاکلے شوے چې کوم د وزارت لپاره هم جوګه نه دے، نو وزيراعلي خو پريږده۔ ده ووئيل د وزيراعليٰ پرېكړه د نابالغه او وړوكي سوچ عكاسي ده، وفاقي حکومت او داخله وزارت صوبائي پوليس ته هر ډول ممكن وسائل وركول غواړي٬ د خېبر پښتونخوا پوليس وي يا كومه بله داره د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره به وفاقي حکومت هر ډول ممكنه وسائل وركوي۔

مزید خبریں