د کیپټن (ر) محمد خرم آغا په مشرۍ كښې د پاکستان د اعلیٰ پائې پلاوي د انټرنېشنل سینټر فار مائیګرېشن پالیسی ډویلپمنټ هیډکوارټرز ویانا دورہ

ویانا 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي سیکرټري کیپټن (ر) محمد خرم آغا په مشرۍ كښې د پاکستان د اعلیٰ پائې پلاوي د ګل په ورځ د انټرنېشنل سینټر فار مائیګرېشن پالیسي ډویلپمنټ (آئی سی ایم پی ډی) هیډکوارټرز ویانا دورہ وكړه۔پلاوي كښې د اېف آئی اے ډائریکټر جنرل رفعت مختار راجه او د اوورسیز پاکستاني فاؤنډېشن (او پی ایف) مینجنګ ډائریکټر افضل بھټی هم شامل وو۔دا …

ویانا 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي سیکرټري کیپټن (ر) محمد خرم آغا په مشرۍ كښې د پاکستان د اعلیٰ پائې پلاوي د ګل په ورځ د انټرنېشنل سینټر فار مائیګرېشن پالیسي ډویلپمنټ (آئی سی ایم پی ډی) هیډکوارټرز ویانا دورہ وكړه۔پلاوي كښې د اېف آئی اے ډائریکټر جنرل رفعت مختار راجه او د اوورسیز پاکستاني فاؤنډېشن (او پی ایف) مینجنګ ډائریکټر افضل بھټی هم شامل وو۔دا دوره د آئي سیي اېم پي ډي ډائریکټر جنرل مائیکل اسپنډیلاګر په بلنه شوې۔د ملاقات په مهال پلاوي ډائریکټر جنرل سره په تفصیلی توګه د خيالاتو څرګندونه وكړه او “سلك روټس ریجن” ډلي سره يې پاکستان كښې د روانو منصوبو او په خاص توګه بارډر مینجمنټ او مائیګرېشن ګورننس په اړه بریفنګ ترلاسه كړو۔په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې پاکستان د آئي سي اېم پي ډي کلیدی شراکت دار دے او تنظیم د پاکستان محفوظ، منظم او باقاعدہ هجرت ودې لپاره مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔پلاوي د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان د محفوظ هجرت ودې او بارډر کنټرول و مائیګرېشن ګورننس كښې د جدید اقدامات نافذ كولو لپاره لوظي دے۔د پاکستان پلاوي به په 21 او 22 اکتوبر ویانا كښې كيدونكې د آئی سی اېم پی ډی کلن “ویانا مائیګرېشن کنفرنس” كښې هم ګډون كوي كوم چې اروپا كښې د هجرت په اړه تر ټولو لويې نړيوال فورم دے۔دا دورہ د مائیګرېشن او بارډر مینجمنټ په څانګو كښې د پاکستان نړيوال شراکت دارو لا قوي كولو يو مهم پیشرفت دے۔

مزید خبریں