اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د سائنس او ټیکنالوجۍ وفاقي وزیر خالد حسین مګسي وئيلي دي د پاکستان پرمختګ د تعلیم یافته، هنر مند او ذمه وارو ځوانانو سره تعلق لري، په تعلیم كښې د سرمایه كارۍ مطلب د قام په سباؤن سرمایه كاري كول دي۔ده د ګل په ورځ د نېشنل یونیورسټی آف سائنسز اینډ ټیکنالوجي (نسټ) ماسټرز کانووکیشن دستوري ته وينا كوله۔ وفاقی وزیر د نسټ …
د پاکستان پرمختګ د تعلیم لرونكو، هنر مند او ذمه وارو ځوانانو سره تعلق لري۔د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د سائنس او ټیکنالوجۍ وفاقي وزیر خالد حسین مګسي وئيلي دي د پاکستان پرمختګ د تعلیم یافته، هنر مند او ذمه وارو ځوانانو سره تعلق لري، په تعلیم كښې د سرمایه كارۍ مطلب د قام په سباؤن سرمایه كاري كول دي۔ده د ګل په ورځ د نېشنل یونیورسټی آف سائنسز اینډ ټیکنالوجي (نسټ) ماسټرز کانووکیشن دستوري ته وينا كوله۔ وفاقی وزیر د نسټ ستائنې كولو سره ووئيل دا اداره پرله پسې صلاحیت لرونكي او هېواد سره مينه لرونكي ګریجویټس راپیدا کوي كوم چې د سائنس، ټیکنالوجی او جدت په څانګو كښې د هېواد پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده په ځوانانو زور راوړو چې خپل صلاحیتونه د هېواد پرمختګ لپاره استعمال کړي۔ده ووئيل د معاشي استحکام لاره علم، هنر او تحقیق ته په ودې وركولو كښې ده۔د ميرمنو د تعلیم په اهميت زور راوړلو سره خالد حسین مګسی ووئيل ميرمنو له تعلیم وركول ټولې ټولني له د تعليم مترادف ده ۔ ده ووئيل د نن ګریجویټس د سبا لارښود او سائنسمدار دي او د قامونو تقدیر په تعلیمی ادارو كښې جوړيږي۔ په آخر كښې وفاقي وزیر د نسټ انتظامیې، استاذانو، والدین او زدكوونكو له په کامیاب کانووکیشن کولو او تعلیمی میدان كښې په ښه خذمات مبارکي وركړه۔











