پېنډۍ 20 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د سوئيلي افريقې په ضد د دوېم او آخري ټېسټ مېچ په وړومبۍ ورځ د پنځو وكټو په زيان 259 رنز جوړ كړل ٬ كپتان شان مسعود او اوپنر عبدالله شفيق 50 ٬ 50 رنزونه جوړولو سره بېټنګ لائن له سهارا وركړه ٬ د ورځ په پائ كښې سعود شکيل 42 او سلمان آغا 10 رنز سره کريز موجود وو٬ کيشو مهاراج او …
پاکستان د سوئيلي افريقې په ضد د ټېسټ مېچ په وړومبۍ ورځ د پنځو وكټو په زيان 259 رنز جوړ كړل

مزید خبریں
پېنډۍ 20 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د سوئيلي افريقې په ضد د دوېم او آخري ټېسټ مېچ په وړومبۍ ورځ د پنځو وكټو په زيان 259 رنز جوړ كړل ٬ كپتان شان مسعود او اوپنر عبدالله شفيق 50 ٬ 50 رنزونه جوړولو سره بېټنګ لائن له سهارا وركړه ٬ د ورځ په پائ كښې سعود شکيل 42 او سلمان آغا 10 رنز سره کريز موجود وو٬ کيشو مهاراج او سائمن هارمر دوه٬ دوه وكټس واخستل۔ دا خبره د ګل په ورځ د پاكستان سپورټس بورډ لخوا په جاري بيان كښې شوې٬ د پاکستان کپتان شان مسعود په ټاس ګټلو سره د بېټنګ پرېكړه وكړه۔ پاكستان كركټ ډلې د پنځو وكټو په زيان 259 رنز جوړ كړل چې پكښې كپتان شان مسعود او اوپنر عبدالله شفيق 50 ٬ 50 رنزونه٬ د سوئيلي افريقې بالرز کيشو مهاراج او سائمن هارمر دوه٬ دوه وكټس او کاګيسو ربادا تو يو وكټ تر لاسه كړو۔د سوئيلي افريقې او پاكستان د ټېست مېچ په موقع د پېنډۍ پوليس د امنيت غوره انتظامات كړې وو۔










