اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ديوالي په موقع په ګرده نړۍ كښې مېشته هندو ټولنې له مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل ديوالي د رڼاګانو٬ اميد٬ امن او د نېكۍ د بريا تهوار دے كوم چې مونږ ته د تيارو په ضد د رڼا، د كركې په مقابل كښې د مېنې او د بې انصافۍ په …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ديوالي په موقع هندو ټولنې له مباركي وركړه
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ديوالي په موقع په ګرده نړۍ كښې مېشته هندو ټولنې له مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل ديوالي د رڼاګانو٬ اميد٬ امن او د نېكۍ د بريا تهوار دے كوم چې مونږ ته د تيارو په ضد د رڼا، د كركې په مقابل كښې د مېنې او د بې انصافۍ په ضد د انصاف پېغام راكوي۔ ده ووئيل پاكستان د متنوع كلتور٬ ګڼو مذهبونو او په شريك احترام اډانه معاشره لري ۔ ده ووئيل اقليتونه د پاکستان په سماجي، تعليمي، اقتصادي او كلتوري سفر كښې شريك دي او د دوي د حقونو تحفظ د رياست بنيادي ذمه واري ده












