اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د خپرونو نړيوالې ادارې "سي اېن اېن" اعتراف كړے دے چې د پاکستان عسکري او سفارتي تګلارې په نړيوال كچه د هېواد عزت زيات كړے دے ٬ د پاکستان په زړه پورې حكومتي او عسكري سفارتكارۍ په منطقه كښې د پاكستان اهميت لا زيات كړے دے، د پهلګام د فالس فليګ په شا هند د پاكستان په نړيواله كچه د تنها كولو هڅه …
د پاکستان عسکري او سفارتي تګلارې په نړيوال كچه د هېواد عزت زيات كړے۔ د سي اېن اېن اعتراف

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د خپرونو نړيوالې ادارې “سي اېن اېن” اعتراف كړے دے چې د پاکستان عسکري او سفارتي تګلارې په نړيوال كچه د هېواد عزت زيات كړے دے ٬ د پاکستان په زړه پورې حكومتي او عسكري سفارتكارۍ په منطقه كښې د پاكستان اهميت لا زيات كړے دے، د پهلګام د فالس فليګ په شا هند د پاكستان په نړيواله كچه د تنها كولو هڅه ناكامه شوې۔ سي اېن اېن هم د پاك امريكا د نزدې او ستراتېژك اړيكو اعتراف كړے۔ د سي اېن اېن جاري تجزياتي رپورټ كښې تجزيه كار فريد زکريا ووئيل ټرمپ د امريكې او هند ترمېنځه د پالسيۍ مخ ناڅاپي بدل كړے٬ خپل وړومبني حكومت كښې د هند وزيراعظم نزدې ګڼلے كېدونكے ټرمپ اوس د فيلډ مارشل سيد عاصم منير مرستيال دے٬ د مصر په کنفرنس كښې ټرمپ فيلډ مارشل عاصم منير خپل “خوښ فيلډ مارشل” ګرځولے۔ د سي اېن اېن له مخې د امريکې او پاکستان ترمېنځه معاشي مرسته هم زياتېږي٬ په جولائي كښې دواړو هېوادونو د ټيرف لوظنامه كړې او د پاكستان د تېلو په پانګو كښې يې د مشتركه مرستې اعلان كړے٬ امريکې دا محسوس كړې چې پاکستان يو موثر عسکري شراکت دار دے۔ هم دې عسکري صلاحيت سعودي عرب هم متاثره كړے چا چې په دې وروستيو كښې پاکستان سره دفاعي لوظنامه وكړه٫ د پاكستان سفارتي او عسكري كاميابۍ د پاکستان په نړيواله كچه شناخت مستحكم كړے دے











