اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د قانون حاکمیت یوه عملي زینه ده. قامي پرمختګ لپاره اصلاح لپاره تنقيد ته وده وركول ضروري ده٬ تنقيد د تنقيد كولو لپاره نه۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې اعظم نذير تارړ ووئيل آئيني بدلونونه تل په مشاورت او په اتفاق سره شوي ٬دغسې …
د قانون حاکمیت یوه عملي زینه ده. د قامي پرمختګ اصلاح لپاره تنقيد ته وده وركول ضروري ده۔ اعظم نذير تارړ
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د قانون حاکمیت یوه عملي زینه ده. قامي پرمختګ لپاره اصلاح لپاره تنقيد ته وده وركول ضروري ده٬ تنقيد د تنقيد كولو لپاره نه۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې اعظم نذير تارړ ووئيل آئيني بدلونونه تل په مشاورت او په اتفاق سره شوي ٬دغسې چې قانون سازي د اولس مفادات او د قامي يوالي له مخې وي۔ ده ووئيل د كم عمرۍ ودونو مخنيوي لپاره قانون سازي د وخت مهم ضرورت ٶ دغسې چې زلمي كول ته بهتر سباٶن وركړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل اسلامي نظرياتي کونسل يو مشاورتي فورم دے خو هره معامله د شرعي يا غير شرعي ګرځولو اختيار يوازې د وفاقي شرعي عدالت سره دے۔ ده په تندۍ سره د آبادۍ زياتوالے هېواد لپاره يو چېلنج ګرځولو سره ووئيل پاکستان د آبادۍ په تندۍ سرهخ د زياتېدونكو په وړومبو هېوادونو كښې شامل دے او په آبادۍ قابو د وخت مهم ضرورت جوړ شوے۔ وفاقي اعظم وزير زور راوړو چې مونږ له به خپل سماجي او قبائلي روايات تر مخه داسې اقدامات كول وي كوم چې د شريعت په دائره كښې بشري خېرښګړه باوري كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د 70 تر لسيزې د آبادۍ مخ نيوي لپاره موثر اقدامات شوي وو خو د 80 لسيزه كښې دا اېجنډا شا ته كرې شوه چې زيان سره يې اوس هم مخ يوو۔












