اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د توان وزارت ته د بجلۍ پېداوار موثره كارولو څخه صنعتي پېداوار او زرعي مصنوعات كښې زياتوالي لپاره د جامع تګلارې ترتيبولو هدايت سره وئېلي دي زرعي او صنعتي څانګې ته هر ممكن آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په …
د وزيراعظم شهباز شريف صنعتي او زرعي پېداوار زياتوولو لپاره د بجلۍ موثر استعمال له د جامع تګلارې ترتيبولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د توان وزارت ته د بجلۍ پېداوار موثره كارولو څخه صنعتي پېداوار او زرعي مصنوعات كښې زياتوالي لپاره د جامع تګلارې ترتيبولو هدايت سره وئېلي دي زرعي او صنعتي څانګې ته هر ممكن آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د صنعتي او زرعي څانګې لپاره د پاور ډويژن اصلاحاتي پېكج په اړه جائزه غونډه شوې۔وزيراعظم ته د پور ډويژن لخوا په هېواد كښې د بجلۍ پېداوار او د دې جامع او په موثر استعمال په اړه په ممكنه اصلاحاتي پېكج بريفنګ وركړو ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د هېواد صنعتي پیداوار زياتولو لپاره د بجلۍ وركولو په اړه پاور ډويژن دې جامع او موثر پالېسۍ سفارشات جوړ كړي٬ د صنعتي پېداوار په اړه ټولې ادارې دې د صنعت كارو او سرمايه كارو آسانيو لپاره هر ممكنه اقدامات وكړي او په هېواد كښې د بجلۍ پېداوار زيات نه زيات مثبت استعمال باوري كولو لپاره په پالېسۍ كار وكړې شي۔ده ووئيل د بجلۍ پېداوار ښه استعمال د صنعتي څيزونو او زرعي پیداوار زياتولې شي۔وزيراعظم د توان وزارت ته د بجلۍ پېداوار موثر كارلو څخه د صنعتي او زرعي پیداوار زياتوالي لپاره د جامع حكمت عملي ترتيبولو او د پاور ډويژن سرمايه كارو او صنعت كارو آسانيو لپاره د سفارشات مرتب كولو هدايت وكړو ۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير سردار اويس خان لغاري٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د اقتصادي چارو ډويژن وفاقي وزير احد خان چيمه٬د صنعت صلاحكار هارون اختر او نورو اړوند سركاري عهديدارو او چارواكو ګډون وكړو ۔











