اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمین رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د سپیشلائزډ ډیجیټل سکلز ټریننګ آف ټرینرز پروګرام ابتدائی پړاؤ كښې به 200 ټرینرز له بېلو څانګو مصنوعی زېركتيا، ای کامرس، ډیجیټل مارکیټنګ او ډیټا اینالټکس په شان جدید څانګو كښې آن لائن تربیه وركولې شي۔ ده د ګل په ورځ د پیشه وره او تکنیکی تربیې د قامي کمېشن هیډ کوارټر …
د سپیشلائزډ ډیجیټل سکلز ټریننګ آف ټرینرز پروګرام په ابتدائی پړاؤ كښې به 200 ټرینرز له بېلو څانګو كښې آن لائن تربیه وركولې شي۔رانا مشهود احمد خان

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمین رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د سپیشلائزډ ډیجیټل سکلز ټریننګ آف ټرینرز پروګرام ابتدائی پړاؤ كښې به 200 ټرینرز له بېلو څانګو مصنوعی زېركتيا، ای کامرس، ډیجیټل مارکیټنګ او ډیټا اینالټکس په شان جدید څانګو كښې آن لائن تربیه وركولې شي۔ ده د ګل په ورځ د پیشه وره او تکنیکی تربیې د قامي کمېشن هیډ کوارټر كښې د وزیرِاعظم ډیجیټل پاکستان وژن ترمخه د ’’سپیشلائزډ ډیجیټل سکلز ټریننګ آف ټرینرز ‘‘ پروګرام پرانستي دستورې ته وينا كوله۔ رانا مشهود احمد خان په خپله وينا كښې ووئيل دا پروګرام ځوانانو له د نړيوال عالمی معیار ډیجیټل پوهي وركولو پلو يو ګام دے۔ده ووئيل دا پروګرام د نیوټیك، یونی سروسز انټرنیشنل او آئی ټی ایم سي چائنا په همكارۍ سره پېل كيږي كوم چې سره به چې په پاکستان كښې د ډیجیټل سکلز يو نوې دور پېل شي۔ده ووئيل ابتدائی پړاؤ كښې به 200 ټرینرز له بېلو څانګو مصنوعي زېركتيا، ای کامرس، ډیجیټل مارکیټنګ او ډیټا اینالټکس په شان جدید څانګو كښې آن لائن تربیه وركولې شي، تربیه بشپړولو نه پس به دغه كسانو له د پاکستان او چین نوموړې اداري شريك اسناد وركوي۔دستوره كښې د یوتھ پروګرام، نیوټیك ، ټیوټ قومی او نړيوالو شراکت دارو او د تعلیم و تربیې وزارت اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔











