ديوالي د رڼاګانو او اميد تهوار دے، كوم چې مونږ له د شريك احترام، روادارۍ او د اتحاد اقدارو ته د ودې وركولو يادګېرنه كوي۔سينيټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د ديوالي په موقع ټول نړغ كښې مېشته هندو ورورولۍ له مباركي وركړې ده۔د قانون وزارت وياند له مخې په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل ديوالي د رڼاګانو او اميد تهوار دے، كوم چې مونږ له د شريك احترام، روادارۍ او د اتحاد اقدارو ته د ودي وركولو يادګېرنه كوي۔ ده ووئيل دعا كوو …

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د ديوالي په موقع ټول نړغ كښې مېشته هندو ورورولۍ له مباركي وركړې ده۔د قانون وزارت وياند له مخې په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل ديوالي د رڼاګانو او اميد تهوار دے، كوم چې مونږ له د شريك احترام، روادارۍ او د اتحاد اقدارو ته د ودي وركولو يادګېرنه كوي۔ ده ووئيل دعا كوو چې د ديوالي دا تهوار د ټولو لپاره د خوشحالو ، امن او سوكالۍ پيغام راوړي او زمونږ ټولنه كښې د ورورولۍ او شريك احترام خپلولي لا قوي كړي۔سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل پاكستان كښې د هندو ورورولۍ كردار قامي پرمختګ، سماجي همغږۍ او د بين المذاهب همغږۍ ودي لپاره مهم دے۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت په آئين كښې د درج ټولو وګړو مساوي حقونو، مذهبي آزادۍ او عزت سره د ژوند تحفظ له لوظي دے۔

مزید خبریں