اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د پاك۔ افغان لوظنامې بنيادي مقصد د ترهه ګرۍ مسئلې ختمول دي،د لوظ نامې تفصيلات ته حتمي شكل وركولو له يوه بله غونډه به راروانه اوونۍ كښې په استنبول كښې كيږي، هيله لرو اوس به امن بحال شي او د پاكستان او افغانستان اړيكي به د معمول له مخې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د …
د پاك۔ افغان لوظ نامې بنيادي مقصد د ترهه ګرۍ مسئلې ختمول دي،د لوظ نامې تفصيلات ته حتمي شكل وركولو له يوه بله غونډه به راروانه اوونۍ كښې استنبول كښې كيږي۔ د دقاع وزير خواجه محمد آصف الجزيره سره مركه
اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د پاك۔ افغان لوظنامې بنيادي مقصد د ترهه ګرۍ مسئلې ختمول دي،د لوظ نامې تفصيلات ته حتمي شكل وركولو له يوه بله غونډه به راروانه اوونۍ كښې په استنبول كښې كيږي، هيله لرو اوس به امن بحال شي او د پاكستان او افغانستان اړيكي به د معمول له مخې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ لوظ نامې په اړه الجزيره سره خپله مركه كښې وكړه۔ده ووئيل د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني، د تركيه صدر طيب اردوان او ترك پلاوي مشر ابراهيم مننه كوو،د پاكستان او افغانستان ترمينځه د لوظ نامې بنيادي مقصد د ترهه ګرۍ مسئله ختمول دي۔د دفاع وزير ووئيل د ترهه ګرۍ له امله د پاكستان او افغانستان سرحدي سيمي ځپلې كيږي،تيره اوونۍ كښې د ترهه ګرۍ مسئلې له امله د دواړو هېوادونو اړېكې تر نښتي رسيدلې وې، دواړه هېوادونه دې نتيجےې ته رسيدلې چې د ترهه ګرۍ په سمدستي توګه خاتمې ته اړتيا ده، ده ووئېل دواړه هېوادونه به په ترهه ګرۍ قابو موندلو له سنجيده هڅې كوي ٬ كه داسې ونه شوه نو امن سخت خطر سره مخ كيدے شي۔ده ووئيل دا لوظ نامه په بنيادي توګه د قطر او تركيې په ثالثۍ شوې،د لوظ نامې تفصيلات ته حتمي شكل وركولو له يوه بله غونډه به راروانه اوونۍ كښې په استنبول كښې كيږي چې پكښې به تفصيلات ته اتفاق وكړې شي۔ خواجه محمد آصف ووئيل د افغانستان د دفاع وزيرِ منلي چې د ترهه ګرۍ له امله زمونږ اړيكو كښې تاؤ ترېښوالے رامخې ته كيږي،يوه كوټلي تګلاره به واضحه كولې شي ٬ دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده مسئلې حل كړې شي، ده ووئېل قطر او تركيې د دې لوظ نامې پخپله ضمانت كړے۔ ده ووئيل مونږ تيرو كلونو كښې په لويه توګه ځاني او مالي زيان پورته كړے،هيله لرو چې اوس به امن بحال شي او د پاكستان او افغانستان اړيكي به د معمول له مخې شي،چې په نتيجه كښې به يې پاك افغان تجارت او ټرانزټ هم بيا پېل شي او افغانستان به د پاكستان بندرځايونه استعمال كړې شي۔د دفاع وزير ووئيل كوم افغان كډوال چې قانوني ويزے او كاغذات لري هغوې په پاكستان كښې پاتي كيدے شي،ګڼ شمير افغان كډوال داسې دي كوم چې دستاويز نه لري او د هغوي د ستنيدو عمل روان دے،بايد د پاك افغان پولي استعمال هم په رسمي ټوګه شي لكه څنګه چې نورو هېوادونو كښې كيږي ۔ده ووئيل د خدشات ختمولو په اړه څه وئيل د وخت څخه وړاندې دي چې موڼږ څومره مطمئن يو،مونږ له به راروانو اوويو او مياشتو كښې كتل وي چې په دې لوظ نامه څومره عمل كيږي، ده ووئېل پاكستان او افغانستان پخوا راهسې ګاونډيان دي، جغرافيه نه شي بدليدې۔ ده هيله څرګنده كړه چې د دې لوظ نامې نه پس به د دواړو هېوادنو اړيكي د معمول له مخې شي، د قطر او تركيې موجودګۍ كښې مونږ له باور راكړے ٬ مونږ د هغوي مننه كوو۔












