پارليمان د ټولو مذهبونو منونكو ترمينځه همغږۍ ته ودې وركولو كښې كردار ترسره كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ديوالي په موقع پيغام

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي رواداري، شريك احترام او په زغم اډانه ټولنه د حقيقي پرمختګ ضمانت دے، پارليمان د ټولو مذهبونو منونكو ترمينځه همغږۍ ته ودې وركولو كښې كردار ترسره كوي۔ د ګل په ورځ د ديوالي په موقع په خپل پيغام كښې ده هندو ورورولۍ سره تعلق لرونكو پارلماني غړو او د پاكستان پشمول د ټولي نړۍ …

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي رواداري، شريك احترام او په زغم اډانه ټولنه د حقيقي پرمختګ ضمانت دے، پارليمان د ټولو مذهبونو منونكو ترمينځه همغږۍ ته ودې وركولو كښې كردار ترسره كوي۔ د ګل په ورځ د ديوالي په موقع په خپل پيغام كښې ده هندو ورورولۍ سره تعلق لرونكو پارلماني غړو او د پاكستان پشمول د ټولي نړۍ كښې هندو ورورولۍ له د ديوالي مباركي وركولو سره ووئيل ديوالي د امن، محبت او رڼاګانو اختر دے،پاكستان كښې مېشته د ټولو مذبونو مننونكو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي،پارليمان په هېواد كښې مېشته د ټولو مذهبونو مننونكو د حقونو تحفظ له لوظي دے۔ده ووئيل قامي يووالې او مذهبي همغږي د پاكستان استحكام او پرمختګ ضمانت دے،د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو تحفظ ضمانت وركوي،پاكستان كښې ټولو وګړو ته د خپل مذهبي عقائد او رسومات له مخې د ژوند كولو بشپړه آزادي ترلاسه ده ، ده ووئېل د هېواد تعمير و پرمختګ كښې د اقليتي ورورولۍ كردار د ستائنې وړ دے۔

مزید خبریں