مونږ په افغانانو باور نه شو كولې،افغانانو وړاندې بلا اشتعال جارحيت كړې،د پاك پوځ ځوابي كارروائي نه پس هغوې د خبرو اترو شاته پټيږي۔د پاكستاني اولس ردعمل

اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان اولس په پاك افغان پوله د افغانستان بلا اشتعال كارروائي ښكاره موقف وركولو سره وئيلي چې مونږ په افغانانو باور نه شو كولې،افغانانو وړاندې بلا اشتعال جارحيت كړې،د پاك پوځ ځوابي كارروائي نه پس هغوې د خبرو اترو شاته پټيږي۔دوحه،قطر كښې پاك افغان سيزفائر معاهدے په اړه ردعمل كښې يو وګړي ووئيل كه افغانستان بيا دا ډول حركت وكړو نو سيكيورټي …

اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان اولس په پاك افغان پوله د افغانستان بلا اشتعال كارروائي ښكاره موقف وركولو سره وئيلي چې مونږ په افغانانو باور نه شو كولې،افغانانو وړاندې بلا اشتعال جارحيت كړې،د پاك پوځ ځوابي كارروائي نه پس هغوې د خبرو اترو شاته پټيږي۔دوحه،قطر كښې پاك افغان سيزفائر معاهدے په اړه ردعمل كښې يو وګړي ووئيل كه افغانستان بيا دا ډول حركت وكړو نو سيكيورټي فورسز او اولس به په زړه پوري ځواب وركوي،وړاندې مو هند له ځواب وركړې،اوس كه هند د افغانستان د لارې څه كول غواړي نو هغوې به هم دې ډول نتيجو سره مخ كيږي۔يو بل وګړي ووئيل د هند پائلوټ له مونږ چائے وركړې وو اوس به افغانانو له د ګوړې قهوه وركوو۔وګړي ووئيل مونږ عمر له د افغانانو سره د وروڼو په شان سلوك كړے خو كه جنګ مسلط كړې شو نو پاك پوځ به بشپړه ځواب وركوي۔وګړي ووئيل افغانستان لوئ غلطي كړې ده،كه سباؤن كښې داسې وشوه نو سخت ځواب به وركولې شي،د پاكستان اولس او پوځ يو موټې دي،كله چې هم افغانستان ته د پاكستان د قوت اندازه وشوه نو د مفاهت لپاره ئې لاس راوړاندې كړو۔

مزید خبریں