اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان او افغانستان په سمدستي توګه جنګ بندۍ ته سلا شوې دي،په دوحه كښې په خبرو اترو كښې دواړو هېوادونو د اوږدې مودې امن او استحكام باوري كولو له د ميكانزم جوړولو عزم پخلے هم كړې۔د اتوار په ورځ د دفاع وزير خواجه محمد آصف په خپل ايكس ټائم لائن اعلان كړې چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ معاهده شوې …
پاكستان او افغانستان په سمدستي توګه جنګ بندۍ ته سلا شول

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان او افغانستان په سمدستي توګه جنګ بندۍ ته سلا شوې دي،په دوحه كښې په خبرو اترو كښې دواړو هېوادونو د اوږدې مودې امن او استحكام باوري كولو له د ميكانزم جوړولو عزم پخلے هم كړې۔د اتوار په ورځ د دفاع وزير خواجه محمد آصف په خپل ايكس ټائم لائن اعلان كړې چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ معاهده شوې ده۔ افغانستان څخه به د پاكستان په خاوره ترهه ګرۍ په سمدستي توګه ودرولې شي، دواړه ګاونډي هېوادونه به د يو سيمه ايز احترام كوي۔خواجه آصف د خالي په ورځ دوحه ته تللې ؤ چرته چې هغه د يو اعليٰ پائې پلاوي مشري كړي او افغان طالبانو نمائندګانو سره ئې خبري اتري كړي پكښې افغانستان څخه د پاكستان په ضد د پولې پورې غاړه ترهه ګري ختمولو سمدستي اقدامات او په پاك۔ افغان پوله امن و استحكام بحالۍ ته خاص پام لرنه شوې۔د دفاع وزير ووئيل پلاوي به په 25 اكتوبر په استنبول كښې بيا خبري اتري كوي دغسې چې په چارو په تفصيلي ډول د خيالاتو څرګندونه وشي۔ده د قطر او تركيه په كردار د هغوې مننه وكړه۔دې څخه وړاندې خارجه وزارت هم په يو بيان كښې د دې پيش رفت اعلان كړې چې پكښې وئيلي شوې چې دواړه ډلي سباؤن كښې فالو اپ غونډو كولو ته هم سلا شوې دغسې چې كوټلي جنګ بندي باوري شي او د هغې د نفاذ د باور وړ او كوټلو تګلارو تصديق وكړې شي ٬ دې سره به دواړو هېوادونو كښې سكيورټي او استحكام ترلاسه كولو كښې مرسته وشي۔د قطر خارجه وزارت هيله څرګنده كړي چې د دې مهم اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه په پوله تاؤ ترېښوالې ختمولو كښې مرسته وشي او سيمه كښې به د قوي امن لپاره بنياد جوړ شي۔پاكستان زور راوړې چې د تاؤ ترېښوالي زياتولو خوښي نه لرو خو افغان طالبانو چارواكو څخه غوښتنه كوو چې نړيوالي ورورولۍ سره شوې خپلو لوظونو احترام وكړي او د پاكستان جائز سكيورټي خدشات لري كولو له د ترهه ګرو ډلو پشمول اېف اے كے/ټي ټي پي او اېف اے ايچ/بي ايل اے په ضد ښكاره اقدامات وكړي۔دواړو هېوادونو يعني د پاكستان حكومت او افغان طالبانو رجيم د طالبانو په خواست او شريكه خوښه د 48 ساعتونو جنګ بندۍ پريكړه كړې وه۔دا ترسره شوې ؤ چې په دې مهال به ډلو دا پيچيده خو د حل وړ مسئله د تعميري مكالمے د لارې مثبت حل لټولو لپاره مخلصانه هڅي كوي۔










