پېښور 17اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پوليس ټرينڼګ سنتر ډېره اسماعيل خان دوره كړې ۔په دې موقع د ډېره اسماعيل خان ډي پي او سجاد احمد صاحبزاده ګورنر ته د بريد تفيصلات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د دې نه پس ګورنر ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې كوم عناصر د پاكستان آئين او رياست نه مني٬هغوي سره هيڅ خبرې نشي كېدې۔ده واضحه كړه چې ترهه …
د پاكستان آئين او رياست نه منونكو سره هةڅ خبرې نشي كېدې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پوليس ټريننګ سنټر ډېره اسماعيل خان دورې په موقع ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
پېښور 17اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پوليس ټرينڼګ سنتر ډېره اسماعيل خان دوره كړې ۔په دې موقع د ډېره اسماعيل خان ډي پي او سجاد احمد صاحبزاده ګورنر ته د بريد تفيصلات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د دې نه پس ګورنر ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې كوم عناصر د پاكستان آئين او رياست نه مني٬هغوي سره هيڅ خبرې نشي كېدې۔ده واضحه كړه چې ترهه ګرۍ كښې ككړ عناصر په ضد آپرېشن ضرورې دے او د امن لپاره د نېشنل پيس آپرېشن ملاتړ ضرورې دے۔فيصل كريم كنډي ووئېل په هېواد كښې د امن بحالۍ لپاره سياسي مشرتابه٬پوځ اولس په يو پيج پكار دي۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيرانو غونډه كيږي چې پكښې د قامي سلامتيا او آپرېشنز په اړه مهمې پريكړی متوقع دي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره به ټول قام له يو موټې كېدل پكار وي۔ده ووئيل ځينې عناصر د پاكستان قانون او رياست نه مني٬داسې خلقو سره خبرې نه بلكې د قانون له مخې كاروائي كيږي۔ګورنر ووئيل خېبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ تر ټولو زياته ځپلې شوې ٬د صوبې پرمختګ د امن څخه مشروط دے۔ده ووئيل ضم شوو ضلعو كښې د تېلو او ګاز زياتې پنګې شته د كومو چې كارول ممكن دي٬په شرط د دې چې په منطقه كښې امن او استحكام قائم وي۔ده ووئيل او جي ډي سي ايل او نورې كمپنۍ په دې سيمو كښې د سرمايه كارۍ خواهشمندې دي خو دا ټول هر څه د ځينې پائيدار امن د لارې ممكن دي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل پوليس ټريننګ سكول اوسنې بريد كښې يو بريد كونكے ځايې او نور افغاني وګړي وو۔هغه انكشاف وكړو چې بريد كوونكې نيغ په نيغه د افغانستان سره په رابطه كښې وو۔فيصل كريم كنډي تور ولګولو چې هند او اسرائيل افغانستان د پاكستان په ضد استعمالوي۔ده ووئيل پاكستان تر څو لسيزو افغان وروڼو ته پناه وركړې خو اوس ځينې افغان عناصر د هند په اشارو د پاكستان مخالف هلو ځلو كښې بوښت دي۔ده ووئيل د افغانستان يو پلاوې په هند كښې موجود ؤ او په دغې مهال په پاكستان بريد وشو كوم چې د هغوې د نزدې اړيكو ثبوت دے۔ده ووئيل چ پاكستان انټيلي جنس بيس آپرېشنز كړے خو د دوست هېوادونو په خواست ډزبندي وشوه ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د خېبرپښتونخوا نوي ټاكلي وزيراعلٰی او د پي ټي آئي پلاوي سره غېر رسمي ملاقت شوے ۔ده ووئيل وخت سره به ټول معاملات سك شي او حكومت به د صوبې پرمختګ لپاره په ګډه كار وكړي۔ده ووئيل چ اسلام آباد سره چې كومې مسئلې لري هغه به د اپوزېشن او حكومت شريكو خبرو د لارې حل كړې شي۔فيصل كريم كنډي ووئيل مولانا فضل الرحمان په سياسي عمل باور لري او تل به بېلو سياسي ګوندونو سره په ګډه سياسي هلې ځلې كوي۔ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان تحفظات به د خبرو اترو د لارې لرې كړی شي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د پوليس ټريننګ سنټر شهيدانو كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس قربانۍ د وياړ وړ دي۔فيصل كريم كنډي ووئيل پوليس ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره ډي آئي خان د لويې زيان څخه وساتلو۔ده ووئيل پوليس تل امن كښې ځانګړې كردار ادا كوي او مونږ د ډېره امن لپاره ډېره اسماعيل خان پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كوو










