اسلام آباد16 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د وفاقي حكومت له مخې روانې پرمختيائي پروژې په وخت بشپړول زمونږ په ترجيحات كښې شامل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د متحده قومي مومنټ كنوينئر او تعليم او فني تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې ملاقات كوونكي پلاوي سره په خبرو كښې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د زيارت …
د وفاقي حكومت له مخې روانې پرمختيائي پروژې په وخت بشپړمول زمونږ په ترجيحات كښې شامل دي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد16 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د وفاقي حكومت له مخې روانې پرمختيائي پروژې په وخت بشپړول زمونږ په ترجيحات كښې شامل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د متحده قومي مومنټ كنوينئر او تعليم او فني تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې ملاقات كوونكي پلاوي سره په خبرو كښې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې پلاوي كښې د سندھ ګورنر كامران خان ټسيوري٬ د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر محمود فاروق ستار٬ امين الحق او جاويد حنيف هم شامل وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د وفاقي حكوت له مخې روانې پرمختيائي پروژې په وخت بشپړول زمونږ په ترجيحات كښې شامل دي۔ پلاوي د غزه امن لوظ نامې په اړه د پاكستان په هڅو وزيراعظم ته پيروزئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬ احسن اقبال٬ رياض حسين پيرزاده٬ رانا مبشر اقبال او د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀالله هم موجود و۔











