سلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاكستان د فلسطين معامله په هر فورم پورته كړې٬ په هر ډول ئې د فلسطيني وروڼو خوېندو ملګرتيا كړې، د جنګ بندۍ په لوظنامه فلسطينيان سر په سجده شوي، په مهذبه نړۍ كښې د فلسطينيانو په حق كښې مظاهرے هم شوے، لندن، اټاليه، برتانيه كښې د احتجاج په مهال يوه ګمله نه …
د فلسطين په حق كښې دا څنګه احتجاج دے چې پكښې خلق جديد وسلې٬ خنجر٬ چاقوانو سره شريك شوي، د سوځولو٬ محاصرې او د امن تباه كولو به په هېڅ صورت كښې اجازه نه وركوٶ۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

مزید خبریں
سلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاكستان د فلسطين معامله په هر فورم پورته كړې٬ په هر ډول ئې د فلسطيني وروڼو خوېندو ملګرتيا كړې، د جنګ بندۍ په لوظنامه فلسطينيان سر په سجده شوي، په مهذبه نړۍ كښې د فلسطينيانو په حق كښې مظاهرے هم شوے، لندن، اټاليه، برتانيه كښې د احتجاج په مهال يوه ګمله نه ده ماته شوې، د فلسطين په حق كښې دا څنګه احتجاج دے چې پكښې خلق جديد وسلې٬ خنجر٬ چاقوانو سره شريك شوي، د احتجاج په نامه د تشدد كاروائې وشوې، احتجاج كوٶنكو ته دا حق چا وركړې چې ھغوي سرکاري او نجي املاك ته زيان روسوي، احتجاج كوٶنكو پوليس اهلكار شهيد كړې٬ د ھغه څه قصور ٶ چې په 21 ګولو ويشتل شو، د سوځولو٬ محاصرې او د امن تباه كولو به په هېڅ صورت كښې اجازه نه وركوٶ۔ د زيارت په ورځ داخله وزير محسن نقوي، او د مذهبي چارو وزير سردار يوسف نه علاوه وزير مملکت طلال چوهدري سره په پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د احتجاج په نامه د تشدد كاروائې وشوې او په هېواد كښې امن و امان صورتحال د منصوبې له مخې د خرابولو هڅه شوې۔ ده ووئيل نړۍ ليدل چې فلسطين مسئله حل پلو روانه وه٬ پاکستان په هر نړيوال فورم د فلسطين مقدمه په ښه ډول وړاندې كړې ٬ وزيراعظم شهباز شريف په نړيواله كچه د بې ګنها او مظلوم فلسطينيانو لپاره غږ په موثره ډول پورته كړې٬ په شرم الشيخ (مصر) كښې د فلسطين صدر محمود عباس د وزيراعظم شهباز شريف مننه كولو سره وئيلي چې زه د پاکستاني اولس هم مننه كوم چا چې د فلسطين خپلو وروڼو خوئندو هر ډول ممكنه ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل چې ګردې نړۍ وليدل كله چې په غزه، رفاه، خان يونس او لويديز غاړه اولس په سړكونو راوتل٬ د فلسطين مېندو خوئندو٬ ځوانانو او سپين ګېرو بهر راوتلو سره سره په سجده كېدو سره د الله پاك شكر ادا كړے٬ د دوي په مخونو مسكا وه٬ د خوشحالۍ اوښكې د ليدو وې ځكه چې هلته د ظلم سلسله ودرېده، جنګ بندي وشوه او امن راغے۔ وفاقي وزير ووئيل په مهذبه نړۍ كښې د فلسطينيانو په حق كښې مظاهرے هم شوے، لندن، اټاليه، برتانيه كښې د احتجاج په مهال يوه ګمله نه ده ماته شوې۔ ده ووئيل خو د بده مرغه يوازې پاكستان په خاص توګه پنجاب كښې دا منظر وليدلې شو كله چې تحريکِ لبيک پاکستان فلسطينيانو سره يووالي لپاره راوتل٬ د فلسطين په حق كښې دا څنګه احتجاج دے چې پكښې خلق جديد وسلې٬ خنجر٬ چاقوانو سره شريك شوي، د احتجاج په نامه د تشدد كاروائې وشوې، احتجاج كوٶنكو ته دا حق چا وركړې چې ھغوي سرکاري او نجي املاك ته زيان روسوي، احتجاج كوٶنكو پوليس اهلكار شهيد كړې ، د سوځولو٬ محاصرې او د امن تباه كولو به په هېڅ صورت كښې اجازه نه وركوٶ۔۔ ده ووئيل چې د شيخوپوره د ھغه اېس اېچ او كورنۍ نه پوښتنه وكړۍ كوم چې د ګاډي نه راكوزولو سره په ګولو سورې كړې شوې٬ دغه كس ټول عمر د هېواد او قام خدمت كړے٬ د ھغه څه قصور ٶ چې په 21 ګولو ويشتل شو؟ وفاقي وزير ووېيل سوله ايز احتجاج جماعتِ اسلامي هم كړے کراچۍ، اسلام آباد او پېنډۍ كښې دوي عظيم الشان سوله ايز مظاهرے كړے چې پكښې ګڼ شمېر خلقو ګډون كړې ۔ ده ووئيل آئين پاکستان د احتجاج اجازت وركوي او دې لپاره خاص ضوابط وي، احتجاج سوله ايز پكار وي او انتظاميه څخه مطلوبه اجازت نامه ترلاسه كول پكار وي خو امن خرابول، سوځول٬ محاصره كول، د وسلې استعمال او پوليس اهلكار ژوبل كول ناقابل قبول دي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د نبي کريم ۖ په سنت عمل كوٶ او مونږ ته ئې د وژند كولو طريقه ښودلې ده ٬ نن كه مونږ پوليس اهلكار شهيدان يا ژوبل كوٶ نو دا په كوم دين كښې ليك دي؟ وفاقي وزير ووئيل كله چې معامله د خبرو اترو د لارې حل كېږي او يو ځائ په اړه خبره روانه وي خو خلق په ضد شي نو صورتحال تل د كنټرول نه بهر كېږي۔ ده ووئيل په هېواد كښې قانون موجود دے او ټولو له به د دې طريقه كار د لارې پاتې كېدل وي، د دې ضابطے له مخې د احتجاج او نورو چارو اجازه وركولې كېږي٬ د دې معامله په حواله د وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه شوې ده چې پكښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف، وزير طلال چوهدري او ما خپله ګډون كړې ٶ۔











