د خېبرپښتونخوا نوې ټاكلېي وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي سوګند پورته كولو دستورې نه پس وزيراعلٰی سېكرټرېټ ته راتګ

پیښور 15 اكتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا نوے ټاكلے شوے وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د شورو په ورځ سوګند پورته كولو نه پس وزيراعلٰی سېكرټرېټ ته راغلو ۔وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې د سېكرټرېټ عملې د نوي ټاكلې شوي وزيراعلٰی هركلے وكړو۔سېكرټرېټ ته په راتګ د پوليس چټك ډلې وزيراعلٰی ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو او محمد سهيل آفريدي په باضابطه توګه د اعلٰی وزارت چوكۍ سنبهاله كړه۔وزيراعلٰی سره د …

پیښور 15 اكتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا نوے ټاكلے شوے وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د شورو په ورځ سوګند پورته كولو نه پس وزيراعلٰی سېكرټرېټ ته راغلو ۔وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې د سېكرټرېټ عملې د نوي ټاكلې شوي وزيراعلٰی هركلے وكړو۔سېكرټرېټ ته په راتګ د پوليس چټك ډلې وزيراعلٰی ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو او محمد سهيل آفريدي په باضابطه توګه د اعلٰی وزارت چوكۍ سنبهاله كړه۔وزيراعلٰی سره د سېكرټرېټ عملې خپل تعارف وكړو۔سېكرټرېټ چارواكو وزيراعلٰی ته د دفتري چارو په اړه مختصر بريفنګ وركړو۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي ووئيل وزيراعلٰی سېكرټرېټ د اولسي جرګې ځاے دے او د ټولې صوبې مخ دے۔سېكرټرېټ ته راتلونكو خلقو سره دې تل ښه سلوك وكړے شي۔ده ووئيل د سېكرټرېټ معمولات كښې د وخت پابندۍ دې خاص خيال وساتلے شي۔

مزید خبریں