كوئټه۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان د تعليم وزيرې راحيله حميد خان دراني وئېلي دي تعليم هغه بنياد دے كوم چې د يو شعور لرونكې ٬ مضبوط او د ترقي كړي بلوچستان تشكيل كوي٬ زمونږ پام لرنه هر كوچني ته د تعليم يو ډول موقعې وركولو ته ده او چې د علم رڼا د بلوچستان هر ګوټ ته اورسي۔ خپل بيان كښې د تعليم صوبائي وزيرې ووئېل د …
په سكولونو كښې د بنيادي اسانيو او د جديد تدريسي ماحول لپاره ګڼې منصوبې په تندۍ سره تر سره كېږي٬ د بلوچستان د تعليم وزيره

مزید خبریں
كوئټه۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان د تعليم وزيرې راحيله حميد خان دراني وئېلي دي تعليم هغه بنياد دے كوم چې د يو شعور لرونكې ٬ مضبوط او د ترقي كړي بلوچستان تشكيل كوي٬ زمونږ پام لرنه هر كوچني ته د تعليم يو ډول موقعې وركولو ته ده او چې د علم رڼا د بلوچستان هر ګوټ ته اورسي۔ خپل بيان كښې د تعليم صوبائي وزيرې ووئېل د بلوچستان وزيراعلې مير سفراز بګتي وژن تر مخه بلوچستان كښې د تعليم ودې لپاره روانو اصلاحاتي اقدامات سره صوبه كښې په تعليمي نظام كښې انقلابي پېبشرفت ممكن كړے شوے ٬ د دې اصلاحات سره به نه يوازې په تعليمي اډانه كښې ښكاره ښه والے ښه والے راشي بلكې لرې پرتو پسمانده سيمو كښې به په زرګونو كوچنيانو ته د بيا تعليم پېل كولو اساني تر لاسه شي۔ صوبائي وزيرې ووئېل د كلونو نه بند پراته سكولونو فعاله كولو ٬ د غېر فعاله تعليمي ادارو بحالي او د استاذانو حاضري باوري كولو لپاره ډيجېټل مانيټرنګ سسټم نافذ كولو غوندې اقدامات شوي دي۔دې ووئېل په سكولونو كښې د بنيادي اسانيو او د جديد تدريسي ماحول لپاره ګڼې منصوبې په تندۍ سره تر سره كېږي ۔










