د بلوچستان ګورنر سره د اطالیه سفیر ملاقات، تجارتی اړيكو پشمول د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه

کوئټه 13 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل سره پاکستان كښې د اطالیه سفیر ماریلینا ارمیلن د ګل په ورځ بلوچستان هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات کړے دے ۔ د ملاقات مقصد د پاکستان او اټاليه ترمينځه دوه اړخيزه اړآكو ته وده وركول،د شريكې مرستي او اقتصادی پرمختګ لاري لټول وو۔دوي تجارتی اړيكو، بلوچستان كښې سرمایه كارۍ او د سيمې د حالاتو پشمول د شريكې خوښې په …

کوئټه 13 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل سره پاکستان كښې د اطالیه سفیر ماریلینا ارمیلن د ګل په ورځ بلوچستان هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات کړے دے ۔ د ملاقات مقصد د پاکستان او اټاليه ترمينځه دوه اړخيزه اړآكو ته وده وركول،د شريكې مرستي او اقتصادی پرمختګ لاري لټول وو۔دوي تجارتی اړيكو، بلوچستان كښې سرمایه كارۍ او د سيمې د حالاتو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل ووئيل اټاليه د اروپا يو پرمختګ كونكے هېواد دے كوم چې په بېلو څانګو كښې د پاكستان مرسته كولې شي،د اټاليه سفیر د بلوچستان ګورنر له د اولس د مزل آسانيو لپاره كوئټه كښې يو ” ویزا فیسیلیټېشن سنټر” جوړولو باور وركړو ۔ ده ووئيل لورالائی كښې د زیتون كروندې لپاره به هم مرسته كولې شي۔دوي د پاکستان او اټاليه ترمينځه اړيكو لا قوي كولو او رابطو زياتولو ته اتفاق وكړو ۔.

مزید خبریں