كوز دير 13 اكتوبر (اے پي پي) ټوله ضلع كښې څلور ورځنے د پوليو مخنيوي قامي كمپائن نن پيل شوے ۔ د ضلعي انتظاميې له مخې د دې كمپائن مقصد د 5 كلونو څخه كم عمره ټولو ماشومانو له د پوليو مخ نيوي ويكسين وركول او ټولنه كښې د دې رنځ بشپړه ختمولو له شعور بيدارول دي۔د كوز دير ډپټي كمشنر محمد عارف خان احكامات په رڼا كښې اسټنټ كمشنر …
ټوله ضلع كښې څلور ورځنے د پوليو مخنيوي كمپائن نن پيل شو

مزید خبریں
كوز دير 13 اكتوبر (اے پي پي) ټوله ضلع كښې څلور ورځنے د پوليو مخنيوي قامي كمپائن نن پيل شوے ۔ د ضلعي انتظاميې له مخې د دې كمپائن مقصد د 5 كلونو څخه كم عمره ټولو ماشومانو له د پوليو مخ نيوي ويكسين وركول او ټولنه كښې د دې رنځ بشپړه ختمولو له شعور بيدارول دي۔د كوز دير ډپټي كمشنر محمد عارف خان احكامات په رڼا كښې اسټنټ كمشنر ثمرباغ ذيشان نجيب تحصيل ثمرباغ كښې د پوليو مارننګ اسمبلۍ كښې ګډون وكړو۔په دې موقع د پوليو ډلو ته سپارښتنه وشوه چې د خپل مائكرو پلان له مخې كور په كور هر يو ماشوم ته ځان ورسوي او مقرره هدف سر كول باوري كړي۔ دغسې پوليس ته د پوليو فيلډ وركرز سيكورټي كور وركولو سپارښتنه وشوه۔










