اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره پخواني سينيټر مشتاق احمد خان ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د هېواد د سياسي صورتحال سره سره د فلسطين په مسئله او مسلمانانو په شريك موقف هم خبري اتري وشوي۔د خالي په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ګورنر فيصل کريم کنډي د مظلومو فلسطينيانو په حق او اسرائيلي جارحيت په …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره پخواني سينيټر مشتاق احمد خان ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره پخواني سينيټر مشتاق احمد خان ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د هېواد د سياسي صورتحال سره سره د فلسطين په مسئله او مسلمانانو په شريك موقف هم خبري اتري وشوي۔د خالي په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ګورنر فيصل کريم کنډي د مظلومو فلسطينيانو په حق او اسرائيلي جارحيت په ضد د پخواني سينيټر مشتاق احمد خان موثره او بشپړه غږ پورته كولو کردار ستائلو سره ووئيل دې سره د په نړيوال فورمز د مسلمانانو د جذبات ترجماني شوي۔ده ووئيل د فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه د ټول قوم متفقه موقف دے او د پاکستان اولس د فلسطين سره ولاړ دے۔ده ووئيل د اسرائيل کردار ظالمانه او د نه زغملو دے۔ ملاقات كښې د سيمې په مجموعي صورتحال او په نړيواله كچه د مسلمانانو په اتحاد او يواالي په حاجت زور راوړې شو۔










