پېښور 08 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا نومولے شوے وزيراعليٰ سهېل افريدي تعلق د خېبر ضلعې څخه دے٬ ھغه په وړومبې ځل پي کے-70 څخه د صوبائي اسمبلۍ غړے ټاكلے شوے ٬ سهيل آفريدي د ډېر مودې راهسې د انصاف اسټوډنټس فيډريشن صوبائي صدر ٶ٬ په كال 2011 كښې د انصاف سټوډنټس فيډريشن د ضلع پېښور صدر جوړ شوے ٶ بيا په كال 2014 كښې د فېډرېشن صوبائي صدر …
د خېبرپښتونخوا نومولے شوے وزيراعليٰ سهيل افريدي د خېبر ضلعې سره تعلق لري٬ په وړومبي ځل پي كے-70 څخه د صوبائي اسمبلۍ غړے ټاكلے شوے

مزید خبریں
پېښور 08 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا نومولے شوے وزيراعليٰ سهېل افريدي تعلق د خېبر ضلعې څخه دے٬ ھغه په وړومبې ځل پي کے-70 څخه د صوبائي اسمبلۍ غړے ټاكلے شوے ٬ سهيل آفريدي د ډېر مودې راهسې د انصاف اسټوډنټس فيډريشن صوبائي صدر ٶ٬ په كال 2011 كښې د انصاف سټوډنټس فيډريشن د ضلع پېښور صدر جوړ شوے ٶ بيا په كال 2014 كښې د فېډرېشن صوبائي صدر وټاكلے شو۔ سهېل آفريدي په صوبه كښې د پي ټي آئي په يوتھ ونګ كښې مهمې ذمه وارۍ پاللې دي٬ د پي ټي آئي د مرکزي ايګزيکټو کميټۍ غړے هم پاتې دے۔ سهېل آفريدي په موجوده حکومت كښې د وزيراعليٰ كميونيكېشن اېنډ وركس لپاره خاص مرستيال ٶ٬ په صوبائي کابينه كښې د بدلون نه وروستو سهېل آفريدي د لوړو زده كړو صوبائي وزير جوړ كړے شو٬ په ګوند كښې د علي امين ګنډا پور په قيادت د وړاندې نه اختلافات رامخې ته وو ٬ سهېل افپريدي له به د ګوند بېلا بېل ګروپس متحد ساتل او په قيادت باور بحالول وي٬ اپوزيشن ګوندونه په خاص توګه جماعت اسلامي، اے اېن پي، جے يو آئي (ف) او مسلم ليګ (ن) به د ده يو كمزوري وزيراعليٰ په توګه د وړاندې كولو هڅې كوي۔ د يادونې وړ ده باني پي ټي آئي علي امين خان ګنډا پور د خېبرپښونخوا د وزيراعليٰ چوكۍ څخه په لرې كولو سهېل آفريدي نوے وزيراعليٰ نامزد كړے دے۔









