پېښور 08 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين خان ګنډاپور د وزيراعلي چوكۍ څخه د استعفې وړاندې كولو اعلان كړے او سهېل افريدي وزيراعلي نومولے شوے دے٬ وزيراعلي علي امين خان ګنډا پور خپل يو بيان كښې د استعفيٰ اعلان سره ووئيل د وزيراعلي پوزيشن د پي ټي آئي د باني امانت ٶ او د ھغه په حكم د ھغه امانت ھغه ته په سپارلو استعفي …
علي امين ګنډاپور د وزيراعلي چوكۍ څخه استعفې وړاندې كړه ، سهيل افريدي نوے وزيراعلي ونومولے شو

مزید خبریں
پېښور 08 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين خان ګنډاپور د وزيراعلي چوكۍ څخه د استعفې وړاندې كولو اعلان كړے او سهېل افريدي وزيراعلي نومولے شوے دے٬ وزيراعلي علي امين خان ګنډا پور خپل يو بيان كښې د استعفيٰ اعلان سره ووئيل د وزيراعلي پوزيشن د پي ټي آئي د باني امانت ٶ او د ھغه په حكم د ھغه امانت ھغه ته په سپارلو استعفي وركوم۔ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) سيکرټري جنرل سلمان اکرم راجه تصديق كړے چې وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور د ګوند د باني عمران خان د امر تعميل له د خپلې چوكۍ څخه د استعفي وړاندې كولو اعلان كړے دے٬ د سلمان اکرم راجه له مخې د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ غړې محمد سهېل آفريدي د وزيراعليٰ چوكۍ لپاره نامزد كړے شوے ٬ دا سياسي پېشرفت د ګوند دننه د تاٶ تريخوالي د يوې سلسلې نه وروستو رامخې ته شوے۔ علي امين ګنډا پور او د عمران خان خور عليمه خان په دې وروستيو كښې په يو بل تورونه لګولي وو٬ عليمه خان تور لګولے ٶ چې وزيراعليٰ ګنډا پور د ګوند چارو نه زه د لرې ساتلو هڅې كولې او علي امين ګنډا پور په عليمه خان د ګوند دننه د ګروپ بندۍ د ډاډګيرنې كولو تور لګولے ٶ٬ د دې نه وړاندې د جون په پېل كښې د صوبې د مالياتي بجټ په منظورۍ هم د ګوند دننه اختلافات په رامخې ته شوي وو










