پاکستان ته د حرمین شریفین د حفاظت ذمه واري ترلاسه كيدل يو عظیم اعزاز دے په دې ټول قوم فخر كوي٬د حرمین شریفین حفاظت څخه بل كوم لوئ سعادت نه شي كيدے ۔ لنډمهاله صدرِ او د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق

لاهور 04 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدرِ او د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې پاکستان ته د حرمین شریفین د حفاظت ذمه واري ترلاسه كيدل يو عظیم اعزاز دے پع دې ټول قوم فخر كوي٬د حرمین شریفین حفاظت څخه بل كوم لوئ سعادت نه شي كيدے۔د خالي په ورځ د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده …

لاهور 04 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدرِ او د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي چې پاکستان ته د حرمین شریفین د حفاظت ذمه واري ترلاسه كيدل يو عظیم اعزاز دے پع دې ټول قوم فخر كوي٬د حرمین شریفین حفاظت څخه بل كوم لوئ سعادت نه شي كيدے۔د خالي په ورځ د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په لاهور كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ لنډمهاله صدرِ او د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق ووئيل پاکستان كښې د پرمختګ مزل اوس په رسمي توګه بېل شوے او حکومت خپل اولس له آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي۔ لنډمهاله صدرِ او د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق په دې خبره د اطمینان څرګندونه وكړه چې نن په نړۍ كښې پاکستان ته د عزت و احترام په سترګه كتلې كيږي او پاکستان ته په نړيواله کچه چې كومه شهرت ترلاسه كيږي هغه دې څخه وړاندې نه ؤ ترلاسه شوے۔ لنډمهاله صدر ووئيل د نړۍ هر يو لارښود د پاکستانی قیادت سره ملاقات کوي او د پاکستان خارجه پالیسۍ ته شهرت ترلاسه كيږي۔ده ووئيل نن دامریکا صدر هم د پاکستانی قیادت سره دوه دوه ساعته ملاقات کوي،كوم چې د دې خبري دلیل دے چې پاکستان په نړيواله كچه يو كوټلې او د عزت مقام ترلاسه كړې۔ اسرائیل په اړه خبره كولو سره ده ووئيل پاکستان نه اسرائیل منلے او نه ئې جنګ لارې اختیارولو كومه اراده لرلي۔ده واضحه كړه چې پاکستان به چرې هم اسرائیل ونه مني۔

مزید خبریں