این ډی اېم اے نېشنل ایمر جنسیز آپریشن سینټر د هېواد په بېلو سيمو كښې د ممكنه بارانونو په اړه الرټ جاری كړو

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) این ډی اېم اے نېشنل ایمر جنسیز آپریشن سینټر د هېواد په بېلو سيمو كښې د ممكنه بارانونو په اړه الرټ جاری كړې دے،اسلام آباد، پنجاب، خېبر پښتونخواه او ګلګت بلتستان په بېلو سيمو كښې د راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو په مهال وخت په وخت د بارانونو امكان دے۔جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې لويو دريابونو پشمول دریائے جهلم،راوی، ستلج …

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی) این ډی اېم اے نېشنل ایمر جنسیز آپریشن سینټر د هېواد په بېلو سيمو كښې د ممكنه بارانونو په اړه الرټ جاری كړې دے،اسلام آباد، پنجاب، خېبر پښتونخواه او ګلګت بلتستان په بېلو سيمو كښې د راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو په مهال وخت په وخت د بارانونو امكان دے۔جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې لويو دريابونو پشمول دریائے جهلم،راوی، ستلج بالائی سيمو كښې هم د بارانونو امكان دے۔پنجاب كښې پينډۍ، مری، ګلیات، اټك، چكوال، جهلم، میانوالی، حافظ آباد، سرګودھا او خوشاب كښې بارانونه متوقع دي۔خېبر پښتونخواه كښې چترال، دیر، هری پور، كوهاټ، كوهستان، خېبر، كرم او مانسهره كښې هم د بارانونو امكان دے۔ مهمند، نوښار ، مالاكنډ، چارسده، ابیټ آباد، بنوں، بونیر، هزاره، پېښور ٬ صوابۍ، وزیرستان او شا او خوا سيمو كښې د بارانونو امكان دے۔سندھ كښې كراچۍ، جامشورو، ټھټه، بدین، سجاول، تھرپاركر او عمر كوټ كښې هم د باران امكان دے۔ګلګت بلتستان او آزاد كشمیر كښې د ممكنه بارانونو له امله په غرونو كښې د لینډ سلائیډنګ اندېښنه ده۔موسم او سړكونو صورتحال څخه خبر پاتې كيدو لپاره ریډیو، ټی وی او پاك این ډی ایم اے ډیزاسټر الرټ څخه راهنمائی ترلاسه كړئ۔نېشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر ټولو اړوندو ادارو ته په وخت معلومات وركول باوري كوي۔این ډی اېم اے د ټولو اړوندو ادارو سره رابطه كښې دې۔ځائې انتظامیې ته سپارښتنه شوې چې هنګامی حالات كښې نزدې رابطه ولري۔

مزید خبریں