اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) فرنټيئر كورخېبر پښتونخوا (نارتھ) د سيورې لاندې پېښور كښې ګرينډ خېبر جرګه وشوه۔جاري شوې بيان له مخې قلعه بالاحصار كښې شوې ګرينډ جرګے كښې د ايف سي نارتھ آئي جي ، سول انتظاميې او د مشرانو ګډون وكړو۔جرګے كښې د ضلع خېبر موجوده امن و امان په صورتحال او په پېښو چيلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔جرګے كښې قبائلي مشرانو د امنيتي ځواكونو سره …
فرنټيئر كور كے پي كے نارتھ د سيوري لاندې پېښور كښې ګرينډ خېبر جرګه،امن و امان په صورتحال او په پېښو چيلنجونو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) فرنټيئر كورخېبر پښتونخوا (نارتھ) د سيورې لاندې پېښور كښې ګرينډ خېبر جرګه وشوه۔جاري شوې بيان له مخې قلعه بالاحصار كښې شوې ګرينډ جرګے كښې د ايف سي نارتھ آئي جي ، سول انتظاميې او د مشرانو ګډون وكړو۔جرګے كښې د ضلع خېبر موجوده امن و امان په صورتحال او په پېښو چيلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔جرګے كښې قبائلي مشرانو د امنيتي ځواكونو سره نزدې مرستي كولو باور وركړو۔ځائې نمائندګانو اولسي مسئلې رامخې ته كړي او د هغې حل له ئې په شريكو اقداماتو زور راوړو۔جرګے كښې د قومي يووالي او شريك باور ته ودې وركولو ته د رايو اتفاق وشو۔ګرينډ خېبر جرګه قومي يووالي او سيمه ايز امن لپاره سكيورټي ادارو سنجيده هڅو څرګندونه ده۔ قبائلي مشرانو د امن بحالۍ كښې د فورسز كردار او قربانۍ ستائلو سره هغوې ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ قلعه بالاحصار دا اجتماعي جرګه د قبائلي اولس او فورسز ترمينځه د باور نوې مثال جوړې شوے۔جرګه د قومي اتحاد او سيمه ايز استحكام د ډاډ وړ پيغام سره پائې ته ورسيده۔










