لاهور 04 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف آزاد جموں او كشمير كښې د مذاكرتي عمل كاميابي او حكومتي مذاكراتي كمېټۍ او جوائنټ ايكشن كمېټۍ ترمينځه د لوظنامې هركلے كولو سره وئيلي د امن بحالي او حالات ښه كيدل خوشبينه عمل دے،حكومت د خپلو كشميريانو مسئلو حل كولو له هر وخت چمتو دے،بايد ډنډورو ته پام لرنه ونه كړې شي،مونږ وړاندې هم د كشميريانو د حقونو محافظ ؤ …
وزيراعظم د حكومتي مذاكراتي كمېټۍ او جوائنټ ايكشن كمېټۍ ترمينځه د لوظنامې هركلے وكړو،مونږ وړاندې هم د كشميريانو د حقونو محافظ ؤ او سباؤن كښې به هم يو۔محمد شهباز شريف

مزید خبریں
لاهور 04 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف آزاد جموں او كشمير كښې د مذاكرتي عمل كاميابي او حكومتي مذاكراتي كمېټۍ او جوائنټ ايكشن كمېټۍ ترمينځه د لوظنامې هركلے كولو سره وئيلي د امن بحالي او حالات ښه كيدل خوشبينه عمل دے،حكومت د خپلو كشميريانو مسئلو حل كولو له هر وخت چمتو دے،بايد ډنډورو ته پام لرنه ونه كړې شي،مونږ وړاندې هم د كشميريانو د حقونو محافظ ؤ او سباؤن كښې به هم د هغوې د حقونو تحفظ كوو۔د خالي په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د مذاكراتي كمېټۍ غړو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او د هغوې انفرادي او اجتماعي هڅي ستائلو سره ئې هغوې له شاباش وركړو۔ وزيراعظم دا د پاكستان او آزاد جموں و كشمير لويه كاميابي ګرځولو سره ووئيل د امن بحالي او حالات ښه كيدل خوشبينه عمل دے۔ده ووئيل سازشونه او ډنډورې ختمي شوې او ټولي چاري په ښه ډول ترسره شوې الحمدلله۔ ده د مذاكرات په كاميابۍ د جوائنټ ايكشن كمېټۍ غړو هم مننه وكړه او د امن په بحالۍ ئې هغوې له مباركي وركړه۔وزيراعظم ووئيل حكومت د خپلو كشميريانو د مسئلو حل كولو له چمتو دے،اولسي ګټو او امن ته به پام لرنه كولې شي او د آزاد كشمير خدمت به كوو،كشميريانو ته خواست دے چې ډنډورو ته پام لرنه ونه كړي۔ وزيراعظم ووئيل وړاندې هم مونږ د كشميريانو د حقونو محافظ ؤ او سباؤن كښې به هم د هغوې د حقونو تحفظ كولې شي،د آزاد كشمير مسئلو ته عمر له پام لرنه شوې او زما حكومت عمر له په ترجيحي بنيادونو د كشميريانو مسئلې حل كړي۔










