اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وېنا په مهال ايوان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډه كښې د پاكستان د فعاله مصروفياتو د تفصيلاتو نه خبر كړے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ده د وزيراعظم شهباز شريف د فلسطين، جمو و کشمير، کلائميټ جسټس، عالمي مالياتي نظام …
د نائب وزراعظم سېنېټر اسحاق ډار قامي اسمبلي ته وېنا، ايوان ئې په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان د فعاله مصروفياتو نه خبر كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وېنا په مهال ايوان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډه كښې د پاكستان د فعاله مصروفياتو د تفصيلاتو نه خبر كړے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ده د وزيراعظم شهباز شريف د فلسطين، جمو و کشمير، کلائميټ جسټس، عالمي مالياتي نظام كښې د اصلاحاتو او د تل پاتي پرمختګ د بيړنۍ اړتيا په اړه د پياوړې بيان ذكر وكړو۔ نائب وزيراعظم د پاکستان د پراخه سفارتي رسنې، په اعليٰ كچ دستورو كښې ګدون او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د دوه اړخيزه ملاقاتونه، د امن هلو ځلو ته په وده وركولو كښې په تعميري كردار او د فلسطين او کشمير اولس د حقونو اصولي وکالت هم پخپلې وېنا كښې په خاص توګه ذكر وكړه۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار په نيويارك كښې د مشاورت نه وروسته اووه وروڼو عرب اسلامي هېوادونو سره د پاكستان لخوا د جاري مشتركه بيان د تفصيلاتو نه هم ايوان خبر كړو٬ په بيان كښې غزه ته د معقول انساني مرستې د خنډ نه غېر ترسيل٬ د فلسطينيانو بې دخلي نه كول، بشپړه اسرائيلي انخلاء، د غزه بيا رغونه او د دوه رياستي حل په بنياد سپېځلي امن لپاره د باور وړ په لاره جوړولو زور راوړلې شوې چې له مخې به ئې غزه په بشپړه توګه لوېديز غړې سره موبوط ساتلې شي۔ ده د پاکستان د دې مستقل او اصولي موقف پخلې وكړو چې دوه رياستي حل هم د يو سپېځلې او اوږدې مودې امن د عمل وړ يوازنۍ لاره ده په كومه كښې چې د كال 1967 نه وړاندې په پولو اډانه يو متصل، آزاد او د يو خپلواكه فلسطيني رياست جوړول دي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ نائب وزيراعظم او خارجه د اسرائيل د قابض ځواكونو لخوا د ګلوبل صمود فلوټيلا په غېر قانوني توګه ايسارولو غندنه كولو سره دا د نړيوال سمندري قانون او د بشري اصولو ښكاره خلاف ورزي ګرځولے ده۔ ده ايوان له باور وركړو چې پاكستان به په فلوټيلا كښې د موجود وګړو حفاظت او د دوي خوندي ستنېدل باوري كولو لپاره ګرمجوشۍ سره په سفارتي هلو ځلو عمل كوي۔ ده ايوان په سپينه ماڼۍ كښې ټرمپ سره د وزيراعظم شهباز شريف د شوي ملاقات په اړه هم خبر كړو چې پكښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود ٶ۔ ده د خوشګوار تبادلو، د پاکستان د ترهګرۍ مخنيوي هلو ځلو ستائنه٬ په مئي كښې د پاك و هند جنګ بندۍ لپاره سهولت کاري كښې د صدر ټرمپ د کردار او د زراعت، آئي ټي، مائينز او منرلز پشمول د توان په څانګه كښې د امريكا سرمايه كار رابللو سره د تجارت زياتولو د لوظنامې ذكر هم وكړو










